ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له نغلو لغمان او ننګرهار ته د برېښنا پروژه پرانيستل شوه

له نغلو لغمان او ننګرهار ته د برېښنا پروژه پرانيستل شوه

author avatar
8 Dec 2012 - 15:52
له نغلو لغمان او ننګرهار ته د برېښنا پروژه پرانيستل شوه
author avatar
8 Dec 2012 - 15:52

جلال اباد (پژواک ١٨ پژواک ٩١): له نغلو لغمان او ننګرهار ته د ١٦ مېګاواټه برېښنا د لېږد پروژه بشپړه او نن پرانيستل شوه.

له نغلو څخه ننګرهار او لغمان ته د برېښنا پروژه نن (د لېندۍ ١٨مه) د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د سره رود ولسوالۍ د غوچکو په سب سټېشن کې نيول شوي وو، د کابينې د درېيو وزيرانو، د ولسي جرګې او ولايتي شورا په لسګونو وکيلانو او ځايي چارواکو په شتون کې پرانيستل شوه.

په يادو مراسمو کې د اوبو او برېښنا د وزير تر څنګ د ماليې او اقتصاد وزيرانو هم برخه اخيستې وه.

د اوبو او برېښنا وزير محمداسماعيل د دې پروژې د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده پروژه د اسيا د پراختيايي بانک د مرسته شوو ٣٧ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د شاوخوا درېيوو کلونو په موده کې بشپړه شوه.

هغه زياته کړه: ((يواځېنۍ ستونزه چې د دې پروژې چارې يې ټکنۍ کړې وې، امنيتي ستونزه وه، چې له نېکه مرغه په دې وروستيو کې د سيمې د خلکو په همکارۍ دا ستونزه هواره شوه.))

د اوبو او برېښنا وزير وويل، چې په اوس وخت کې ننګرهار او لغمان ته له نغلو څخه ١٦مېګاواټه برېښنا انتقال شوې، خو کوم مزي چې له نغلو ننګرهار ته غځول شوي، هغه د ٩٠ مېګاواټو برېښنا تېرولو وړتيا لري.

د نوموړي په وينا، څلور مېګاواټه برېښنا لغمان او ١٢ نوره ننګرهار ته ورکړل شوې ده.

اسماعيل خان ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به يادو ولايتونو ته د همدغو مزو په وسيله نوره برېښنا هم ولېږدول شي.

د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وويل، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د ننګرهار د برېښنا د هغو شبکو د وړتياوو پر لوړونې کار وکړي، چې اوس يې وړتيا کمه ده.

ده زياته کړه: ((موږ خبرې کړې، له نغلو نه به کونړ ته هم يوه اندازه برېښنا ولېږدوو، ځکه زموږ د لينونو ظرفيت ډېر لوړ دى.))

د هغه په خبره، ننګرهار ته يې يو شمېر نورې پروژې هم په پام کې نيولې چې د جلال اباد-کابل دويمه لاره هم په کې شامله ده.

د ولسي جرګې مرستيال حاجي ظاهر قدير پژواک اژانس ته وويل، چې ننګرهار ته د برېښنا راتګ ډېر ښه زېرى دى، خو په دې شرط چې چارواکي يې په وېش کې له عدل څخه کار واخلي.

هغه د اوبو او برېښنا له وزيره وغوښتل، چې ننګرهار ته دې د نورې برېښنا د راوستو په موخه کار وکړي، نه دا چې پر همدې بسنه وکړي.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي پژواک ته وويل، څو ځلې يې له ننګرهاريانو سره د برق ژمنه کړې خو دا دى نن يې ژمنه سرته ورسېده.

د اسيا د پراختيايي بانک مسوول جوجي تيکوش وايي، تر اوسه يې په ټول افغانستان کې د ٧٠٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د بيارغونې کارونه ترسره کړي دي.

د ننګرهار د برېښنا رياست د معلوماتو له مخې، له نغلو رالېږدول شوې برېښنا د جلال اباد ښار اړوند سيمو ته ورکول کېږي.

د برېښنا رييس محب الرحمن مومند پژواک ته وويل، چې په د برېښنا په بيه کې کوم بدلون نه دى راغلى، د پخوا په څېر تر ٢٠٠ کيلوواټه پورې يو کيلوواټ په يوه نيمه، له ٢٠٠ بيا تر ٤٠٠ په دوه نيمو او له ٤٠٠ بيا تر ٧٠٠ پورې په څلور نيمې، له دې پورته تر ٢٠٠٠ په شپږ او له ٢٠٠٠ پورته به يې بيه اته افغانۍ وي.

 هغه زياته کړه، چې پخوا د درونټې د برېښنا بند د ٩ مېګاواټه برېښنا توليد درلود، خو اوس د يوه ټوربين د خرابوالي له امله شپږ مېګاواټه برېښنا توليدوي.

د نوموړي په وينا، د نغلو ١٢ او د درونټې ٦ مېګاواټه برېښنا د جلال اباد ښار ١٨ زره کورنيو ته برېښنا ورکوي او که چېرې له دوى اضافه شوه، نو له ښاره بهر د ولسواليو نږدې سيمو ته به هم ورکړل شي.

بلخوا يو شمېر ننګرهاريان بيا هم اندېښنه لري، چې په ننګرهار کې به د نغلو د برېښنا وېش هم په لازمه توګه ونه شي، دوى وايي، يو ځل بيا به په ننګرهار کې زورواکي برېښنا په خپله ولکه کې راولي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.