هرات (پژواک ١٩ لېندۍ ٩١): په هرات کې د فراه د ګلستان ولسوالۍ پخوانى ولسوال او په نيمروز کې څلور سرحدي پوليس وژل شوي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د کشف امر محمدعلي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د ګلستان پخوانى ولسوال محمد يحيى توکلي د انجيل ولسوالۍ په کارتې سيمه کې د يوه کس له خوا پر ډزو ووژل شو.
دشتي زياته کړه، نوموړى له کور څخه د راوتو پر مهال ويشتل شوى او بريد کوونکى په تېښته بريالى شوى، خو پوليس د هغه د نيولو په لټه کې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د ګلستان ولسوالۍ پخواني ولسوال کومه حکومتي دنده نه درلوده، يواځې د ولسوالۍ د قومي مشر په توګه يې کار کاوه او له څه مودې راهيسې يې په هرات کې ژوند کاوه.
تر اوسه د نوموړي د وژنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى، خو تېره مياشت په يوه چاودنه کې د فراه د پرچمن د ولسوال، مبارز وژنه وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستى وه.
بلخوا په نيمروز ولايت کې د څلورو سرحدي پوليسو د وژنې خبر ورکړل شوى دى.
د نيمروز امنيه قوماندان سمونوال محمدموسى رسولي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پوليس د چهار برجک ولسوالۍ په چوني سيمه د ماين شنډولو پر مهال وژل شوي دي.
د نيمروز امنيه قوماندانۍ د امنيت امر رحمت الله وايي، چې په دې چاودنه کې يو پوليس افسر ټپي شوى او د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوى دى.
هغه د دې چاودنې پړه پر وسلوال طالبان واچوله.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې، چې دوى په دې چاودنه کې د مير حمزه او يارک په نومونو د دوو قوماندانانو په ګډون لس پوليس وژلي او عبدالقدوس نومى قوماندان ټپي شوى دى.
هغه زياته کړې، چې ميرحمزه د چهل مهريز نومې د پوليسو د يوې پوستې مسوول و او وايي، چې نوموړي څه موده مخکې د مولوي عرفان (بلال) په ګډون اوه طالبان وژلي وو او بيا يې د خپل موټر تر ټيرونو لاندې کړي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن