ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې اويا سلنه ښوونځي د طالبانو له لوري اداره کېږي

غزني کې اويا سلنه ښوونځي د طالبانو له لوري اداره کېږي

author avatar
12 Dec 2012 - 18:01
غزني کې اويا سلنه ښوونځي د طالبانو له لوري اداره کېږي
author avatar
12 Dec 2012 - 18:01

غزني ښار (پژواک ۲۲ لېندۍ ۹۱): د غزني ولايتي شورا او يو شمېر ښوونکي وايي، چې د غزني په زيات شمېر سيمو کې د ښوونځيو اداري چاري ۷۰ سلنه د وسلوالو طالبانو له لوري اداره کېږي.

د غزني په ولايتي شورا کې د قره باغ ولسوالۍ استازې حميده ګلستانۍ وايي، چې په قره باغ ولسوالۍ کې د ښوونځيو زياتره چارې د وسلوالو طالبانو له لوري اداره کېږي.

د هغې په وينا، په ولسواليو کې د ښوونځيو چارې د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي او ښوونکي نه شي کولاى، چې د وسلوالو طالبانو له تاييد پرته په ښوونځي کې دنده ترسره کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((په دې اړه موږ اسناد په لاس کې لرو، چې څنګه وسلوال طالبان د ښوونځيو چارې پر مخ وړي او د دوى د خوښې وړ کسان ګومارل شوي دي.))

ګلستانۍ وايي، چې په دې لاره کې د غزني پوهنې رياست هېڅ نه دي کړي او مشرتابه يې ډېر بې کفايته دى، چې بايد لرې شي او پر ځاى يې وړ کس وګومارل شي.

د هغې په وينا، نه يواځې دا ستونزه ده، بلکې نورې هم شته، چې په مياشتو، مياشتو د ښوونکو معاشونه نه ورکول کېږي او که ورکول کېږي هم، د غزني ښار په هوټلونو کې د څومحدودو کسانو له لوري په خپلو منځو کې وېشل کېږي.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ د يو ښوونځي اداري مامور اسلمي هم وايي، چې په دې ولسوالۍ کې وسلوال طالبان په ښکاره ډول د پوهنې په برخه کې په پراخه اندازه لاسوهنه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((که چېرته يو زده کوونکى له يو ښوونځي نه بل ته سې پارچه اخلي، که چېرته د وسلوالو طالبانوله لوري جوړ شوى کمېسيون يې تاييد او لاسليک نه کړي، هغه زده کوونکى نه شي شاميلېدلاى.))

د هغه په وينا، وسلوالو طالبانو په دې ولسوالۍ کې په ټولو ښوونځيو کې ساينسي مضامين او انګليسي مضمون بند کړي او د هغه پر ځاى يې ورته عربي او نور ديني مضمونونه ورکړي دي.

خو د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر بيا د ولايتي شورا او د ښوونکو دا خبره په کلکه ردوي او وايي، چې په غزني کې وسلوال طالبان پر ښوونځيو هېڅ کار نه لري.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((دا منم، چې د غزني په يو شمېر سيمو کې وسلوال طالبان واکمن دي، خو پر ښوونځيو کار نه لري.))

د هغه په وينا، دوى په ټولو ښوونځيو کې خپل هغه مديران، چې د پوهنې رياست له لوري مقرر شوي دي، فعاليت کوي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د وسلوالو طالبانو نظر هم  واخلي، خو ونه توانيد.

د يادونې ده، چې په غزني ولايت کې نږدې ۶۵۰ ښوونځي شته، خو ډېرى ښوونځي اوس هم تړلي او يا هم ودانۍ نه لري، چې زده کوونکي يې له سختوستونزه سره مخ دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.