ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې يو فلم اخيستونکی ووژل شو

په فارياب کې يو فلم اخيستونکی ووژل شو

author avatar
16 Dec 2012 - 15:02
په فارياب کې يو فلم اخيستونکی ووژل شو
author avatar
16 Dec 2012 - 15:02

ميمنه (پژواک ۲۶ لېندۍ ۹۱): د فارياب په قرغان ولسوالۍ کې د واده د مراسمو يو فلم اخيستونکی د فلم اخيستو پر مهال د ناپېژانده وسلوالو له خوا ووژل شو.

د قرغان ولسوال پيغمبرقُل دوغن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه فلم اخيستونکی کمال الدين نومېده او تېر مازديکر د يوه وسلوال موټرسايکل سپاره له خوا هغه مهال ووژل شو، چې کله يې د واده کور ته د ناوې د موټر د ننوتو عکاسي کوله.

هغه زياته کړه، چې شل کلن کمال الدين د دې ولسوالۍ په بازار کې د فلم اخيستلو شخصي يونټ درلود او د پيسو په بدل کې يې د ودونو د مراسمو فلمبرداري او عکاسي کوله.

دوغن وويل: “بريدګر د دغه ځوان په سينه د کلاشينکوف يو شاجور خالي کړی دی.”

د فاريات د ولايتي شورا غړى ډاکتر ابراهيم تنمس وايي، چې دغه فلم اخيستونکی د دولت وسلوالو مخالفينو وژلی دی.

خو د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د فارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وويل، چې بريدګر تښتېدلى، خو تر اوسه د يادې وژنې اصلي لامل نه دى څرګند او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

 هغه زياته کړه، څه موده وړاندې نا پېژانده کسانو دغه فلم اخيستونکي ته خبرداری ورکړی و، چې په ودونو کې دې د ښځينه وو عکاسي نه کوي، ښايي چې د نوموړي د وژني لامل همدا وي.

د يادونې ده، د روان کال د غبرګولي په مياشت کې هم وسلوالو کسانو د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو بريد کړی و، چې په ترڅ کې يې دوه تنه ووژل شول او درې نور ټپيان وو.

پوليسو د دې پېښې پړه پر وسلوالو مخالفينو اچولې ده.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.