ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د زعفرانو کښت ښه نتيجه ورکړې

په غزني کې د زعفرانو کښت ښه نتيجه ورکړې

author avatar
18 Dec 2012 - 11:36
په غزني کې د زعفرانو کښت ښه نتيجه ورکړې
author avatar
18 Dec 2012 - 11:36

غزني ښار (پژواک ۲٨ لېندۍ ۹۱): د غزني پر مرکز سربېره په يو شمېر ولسواليو کې يې هم د لومړي ځل لپاره زعفران کرل شوي وو، چې کروندګر يې له حاصلاتو خوښ دي.

کروندګر وايي، چې زعفرانو ډېره ښه پايله ورکړ‌ې او له هر يو جرېب ځمکې څخه درې کيلو زعفران په لاس ورغلي دي.

په غزني کې له دې وړاندې زعفران نه وو کرل شوي او دغه لومړى ځل و، چې په غزني کې د کرنې رياست په مرسته يو شمېر کروندګرو تېر کال وکرل.

د غزني د ده يک ولسوالۍ يوه کروندګر محمدخان، چې تېر کال يې د نمونې لپاره يوه اندازه زعفران کرلي وو، پژواک اژانس ته وويل: ((تېر کال مې پر دوه جرېبه ځمکه زعفران وکرل، چې شپږ کيلو زعفران ترې لاس ته راغلل.))

د معلوماتو له مخې، د يو کيلو زعفرانو بيه شاوخوا ٦٠زره افغانۍ ده.

نوموړي د غزني له ټولو کروندګرو وغوښتل، چې په راتلونکي کال کې د زعفرانو کښت ته مخه کړي.

د غزني د کرنې رياست چارواکي هم وايي، چې په غزني کې زعفرانو ډېره ښه پايله ورکړې ده.

د دغه ولايت د کرنې رييس سلطان حسين عباسيار پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه يې د بزګرانو په غوښتنه څلورنيم ټنه د زعفرانو پياز ووېشل.

د هغه په وينا، دغه زعفران د غزني ښار په ګډون د جغتو، ده يک، خواجه عمري او ګيلان ولسواليو کې کرل شوي وو، چې ډېر ښه حاصل يې درلود.

نوموړي زياته کړه، چې په راتلونکي کال کې به هم د دغو ولسواليو په ګډون په نورو سيمو کې هم زعفران وکرل شي.

بلخوا د غزني د سوداګرۍ خونې مشر عبدالمتين قلندري هم پژواک اژانس ته وويل، چې په دې برخه کې بايد کروندګرو ته کورسونه جوړ شي، څو هغوى د زعفرانو له کښت او پاللو سره سم بلد شي.

د هغه په وينا، د غزني د کرنې رياست بايد د زعفرانو د کښت لپاره زياتې هڅې وکړي، چې له دې سره به د کروندګرو تر ډېره اقتصادي ستونزې هوارې شي.

بلخوا يو شمېر کروندګر هم په دې برخه کې د حرفوي روزنې غوښتنه کوي، څو د زعفرانو په کښت او د حاصل په وخت کې له کومې ستونزې سره مخ نه شي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.