ميمنه ( پژواک ۳۰ ليندۍ ۹۱) : په فارياب ولايت کې په يوه کور کې د اور لګېدنې له امله درې ماشومان مړه شول، چې په مړو شوو کې يو يې تي خوری ماشوم هم شامل دی .
د فارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وويل ، چې دغه پېښه تېره شپه دميمنې ښار ددرېيمې ناحيې په تنورک ساحه کې رامنځته شوې ده .
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغې کورنۍ د خپل کور د تودولو لپاره دګاز ډبه روښانه کړې وه ، چې دګاز له سوري شوي پايپ څخه اور لومړی ګاز او په همدې وسيله صندلۍ او کمپلو ته رسېدلی او دغه پېښه رامنځته شوې ده .
ملاخېل زياته کړه ، چې په دغه پښه کې درې ماشومان ، ددوی مور او يو سړی سوځېدلي او په ميمنه کې دافغان – ترک روغتون ته لېږدول شوي دي .
خو ددغه روغتون د بېړني سرويس موظف ډاکټر اسدالله قانع وايي ، چې يوه د شپږو مياشتو نجلۍ ، يوه پنځه کلنه نجلۍ او بل درې کلن ماشوم د ژورې سوځېدنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی .
قانع زياته کړه ، چې دغه ماشومان شپېته سلنه او ورور يې تر دې کم سوځېدلی ، خو دمور حالت يې هم داندېښنې وړ دی او ګرانه ده ، چې د هغې د ژغورنې په اړه څه ووايي .
دميمنې دتنورک کلي اوسېدونکی احمد فيروز وايي ، چې دغه کورنۍ تازه له جوزجان څخه ميمنې ته راغلې وه او ځوان زوی يې په ښار کې د سوپ پلورنځى درلود .
دده دمعلوماتو له مخې ، ددغې کورنۍ پلار حبيب الله نومېږي او په فارياب کې د۲۰۹ شاهين قول اردو په لومړۍ لوا کې افسر دی .
نوموړي زياته کړه ، چې په کور کې يې يواځې مور ، درې ماشومانو او ورور موجود وو ، خو دوه وروڼه او پلار يې په کور کې حاضر نه وو .
په وروستيو دوو مياشتو کې دا په فارياب کې درېيمه ورته پښه ده .
دوه ورځې مخکې ددغه ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې ، دګچ فابريکې پنځه کارګر هغه مهال مړه شول او دوه نور مسموم شول ، چې کله يې په خپله کوټه کې دډبرو سکاره لګولي و او د دود له امله يې دغه پېښه رامنځته شوه .
دوه مياشتې مخکې هم د همدې ولسوالۍ دګل قدق کلي په يوه هټۍ کې دګاز ډبې د چاودنې له امله ۱۲ تنه مړه او ۱۳ نور ټپيان شول ، په دغه پېښه کې پنځوس موټر سايکلونه او اته هټۍ هم سوځېدلې وې .
داطفايې او پېښو ته د رسېدو عمومي رياست وايي ، چې تېر کال په ټول هېواد کې ۱۴۱ کسان داور لګېدنې او ګاز ډبو دچاودېدو له امله مړه شوي او نږدې ۸۰۰ ميليونه افغانۍ زيان يې اړولی دی .
د سرچينې په وينا ، چې هغه کال په ټوليز ډول په ټول هېواد کې دسوځېدو ۱۲۷۳ پېښې رامنځته شوې وې،چې له دې جملې څخه ۲۰ دګاز ډبو د چاودنې پېښې دي ، په دغه پېښو کې يو شمېر خلک سوځېدلي هم وو.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن