ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې د جنبش ملي يو غړی ووژل شو

په فارياب کې د جنبش ملي يو غړی ووژل شو

author avatar
23 Dec 2012 - 12:19
په فارياب کې د جنبش ملي يو غړی ووژل شو
author avatar
23 Dec 2012 - 12:19

ميمنه (پژواک ۳ مرغومی ۹۱): په فارياب ولايت کې د جنبش ملي اسلامي ګونديو غړی، د ناپېژاندو وسلوالو په يوه بريد کې ووژل شو.

د فارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، غيب الله له خپل ځوان زوی سره له شيرين تګاب  ولسوالۍ نه د خپل کور پر لور پلی روان  و، چې تېر ماښام پرې  د رحمت اباد په کلي کې ناپېژانده وسلوالو بريد وکړ .

ملاخېل زياته کړه، چې په دغه بريد کې  ٤٥  کلن غيب الله له خپل  ٢٢ کلن زوی سره وژل شوی دی.

د فارياب د ملي اسلامي جنبش د ځوانانو  رييس عبدالحکيم تُرک اوغلي وويل، غيب الله د ملي جنبش فعال غړی و او دولت بايد د هغه وژونکی ژر تر  ژره  پيدا  او مجازات کړي.

د فارياب امنيه قوماندان وايي، چې پوليسو  د بريدګرو د نيولو هڅې پيل کړې دي.

هغه وويل، چې ښايي نوموړی د خپلمنځي اختلافاتو له امله وژل شوی وي، خو په دې اړه يې معلومات ور نه کړل.

د شيرين تګاب ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس سيمع الله وايي، چې غيب الله د يوه سيمه ييز قومي مخور په توګه د خلکو د ستونزو په هوارولو کې مهم رول درلود او د ناپېژانده

وسلوالو په کمين کې وژل شوی دی.

د ويلو ده، چې تېره اونۍ د فارياب په پشتون کوټ ولسوالۍ کې هم د جنبش ملي يو پخوانی قوماندان امان الله پهلوان  د ناپېژانده وسلوالو له خوا ووژل شو، په دې پېښه کې د هغه يو ځوان زوی هم ټپی شوی و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.