ميمنه (پژواک ۳ مرغومی ۹۱): په فارياب ولايت کې د جنبش ملي اسلامي ګونديو غړی، د ناپېژاندو وسلوالو په يوه بريد کې ووژل شو.
د فارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، غيب الله له خپل ځوان زوی سره له شيرين تګاب ولسوالۍ نه د خپل کور پر لور پلی روان و، چې تېر ماښام پرې د رحمت اباد په کلي کې ناپېژانده وسلوالو بريد وکړ .
ملاخېل زياته کړه، چې په دغه بريد کې ٤٥ کلن غيب الله له خپل ٢٢ کلن زوی سره وژل شوی دی.
د فارياب د ملي اسلامي جنبش د ځوانانو رييس عبدالحکيم تُرک اوغلي وويل، غيب الله د ملي جنبش فعال غړی و او دولت بايد د هغه وژونکی ژر تر ژره پيدا او مجازات کړي.
د فارياب امنيه قوماندان وايي، چې پوليسو د بريدګرو د نيولو هڅې پيل کړې دي.
هغه وويل، چې ښايي نوموړی د خپلمنځي اختلافاتو له امله وژل شوی وي، خو په دې اړه يې معلومات ور نه کړل.
د شيرين تګاب ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس سيمع الله وايي، چې غيب الله د يوه سيمه ييز قومي مخور په توګه د خلکو د ستونزو په هوارولو کې مهم رول درلود او د ناپېژانده
وسلوالو په کمين کې وژل شوی دی.
د ويلو ده، چې تېره اونۍ د فارياب په پشتون کوټ ولسوالۍ کې هم د جنبش ملي يو پخوانی قوماندان امان الله پهلوان د ناپېژانده وسلوالو له خوا ووژل شو، په دې پېښه کې د هغه يو ځوان زوی هم ټپی شوی و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن