د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دغه ښځه پوليسه وه او په ړه يې نورې پلټنې روانې دي.
ايساف زياته کړې، چې دغه بريدګره دا مهال د افغان ځواکونو په بند کې ده.
مخکې له دې د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې ښايي دغه امريکايي سلاکار د سختو ټپونو له امله ساه ورکړي وي.
د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون د څېړنو رييس مل پاسوال محمدظاهر وايي، چې دغه امريکايي سلاکار د افغان پوليسي د يوې ښځينه افسرې له خوا وژل شوی او دی په خپله له دغه افسرې پلټنې کوي.
په امنيه قوماندانۍ کې يوې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پوليسه نرګس نومېږي او د امنيه قوماندانۍ د حقوقو رياست د جندر په څانګه کې دنده لري.
سرچينې زياته کړه، چې نوموړې نن سهار په لس بجې او ٢٠ دقيقو د امنيه قوماندانۍ د کوپراتيف په مغازه کې پر ياد بهرني سلاکار ډز وکړې او ويې واژه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې دې پوليسې يواځې يو ډز پرې کړى او وژلى يې دى.
سرچينه وايي، چې دغه بهرنى د لوجستيک په برخه کې سلاکار و.
د يادونې ده، چې د ۱۳۹۰ کال د کب په ۶مه هم د کورنيو چارو په وزارت کې په دوو لوړپوړو امريکايي سلاکارانو ډزې وشوې او دواړه ووژل شول.
وروسته بيا د کورنيو چارو وزارت وويل، چې بريدګر د همدغه وزارت اړوند کارکوونکی و او تښتېدلى دى.
خو داسې راپورونه هم خپاره شول، چې دغه بريدګر، چې ٢٥ کلن و، عبدالصبور نومېده، د پروان ولايت اوسېدونکی او د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو په رياست کې يې دنده درلوده.
Visits: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن