ميمنه-کندوز (پژواک ٤ مرغومی ۹۱): په فاريات ولايت کې د دولت دوه وسلوال مخالفين وژل شوي او د ماين اېښودلو د يوه پلانوونکي په ګډون ځينې نور ونيول شول.
په فارياب کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا مطبوعاتي مسوول جګړن محمدرضا وايي، چې ياد دوه وسلوال مخالفين د اندخوی-دولت اباد پر لويه لاره د ملي اردو له سرتېر سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
هغه وويل، نښته تېر مازيګر هغه مهال رامنځته شوه، چې وسلوالو مخالفين د ملي اردو پر کاروان تر پله لاندې ځاى پرځاى شوي ماين ته د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه ورکړه.
سرچينې زياته کړه، چې په دې چاودنه کې چا ته زيان نه دی اوښتی، خو د يونيم ساعته نښتې په جريان کې دوه وسلوال مخالفين وژل شوي او يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.
د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا بيا ايساف ځواکونه وايي، چې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې يې د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې د ماين خښولو يو پلان کوونکى نيولى دى.
د ايساف له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د دغه کس نوم نه دی اخيستل شوی؛ خو وايي، چې نوموړي د ايساف او افغان ځواکونو پر وړاندې د ماين اېښودلو سمبالښت پر غاړه درلود او په کندوز او خان اباد ولسوالۍ کې يې نورو مخالفينو ته ماينونه هم رسول.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې يو شمېر نور شکمن کسان هم نيول شوي دي.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني مني، چې ايساف ځواکونو په خان اباد ولسوالۍ کې عمليات کړي، خو د جزئياتو په اړه يې کره معلومات نه لري.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ايساف ځواکونو په خان اباد ولسوالۍ کې شپږ عام وګړي نيولي دي.
مجاهد ادعا کوي، چې د ايساف سرتېرو د خان اباد په زردکمر سيمه کې د خلکو کورونه تلاشي کړي او هغوی ته يې زيانونه هم اوړولي دي.
د يادونې ده چې دوه مياشتې وړاندې هم ايساف ځواکونو په کندوز کې د څو شکمنو وسلوالو مخالفينو د نيولو خبر ورکړی و.
دغه عمليات د افغان او ايساف ګډو ځواکونو له خوا د تحريک اسلامي ازبکستان د يوه غړي د نيولو لپاره ترسره شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن