ميمنه (پژواک ۵ مرغومی ۹۱): د فارياب په غورماچ ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې له امله درې تنه وژل شوي او څلورو نور ټپيان دي.
د غورماچ سرپرست ولسوال محمدعسل خان پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه نښته تېر ماښام هغه مهال رامنځته شوه، چې کله د ګلي خېل د قوم يو شمېر کسانو په غورماچ ولسوالۍ کې د بالا مرغاب ولسوالۍ د موسی زيو څاروي وتښتول.
د هغه په وينا، د ملا بسم الله ډلې طالبانو د موسی زيو قوم په ملاتړ په دې نښته کې مداخله وکړه ،چې په پايله کې د ملا بسم الله په ګډون د موسی زيو قوم دوه تنه ووژل شول.
هغه وويل، چې د موسی زيو له قومه دوه تنه ټپيان هم دي او ملا بسم الله هم په دغه قوم پورې اړوند دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې د ګلي خېلو له قوم څخه يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د فارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وويل: “دغه نښته د ګلي خېل قوم پر خلکو، د طالبانو د بې ځايه مداخلې او ظلم له امله رامنځته شوې ده.”
هغه زياته کړه، چې د ګلي خېلو خلک د طالبانو پر ضد ودرېدل، چې په پايله کې يې درې طالبان ووژل شول.
نوموړي په دې اړه د دولت د اقداماتو په اړه وويل، چې دولت په دې اړه څه نه شي کولای؛ ځکه دغه ساحه د دولت د وسلوالو مخالفينو په واک کې ده.
قومي مخوور او د غورماچ ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي احمدفياض په دې پېښه کې د وژل شوو او ټپيانو د شمېر پخلی وکړ او ويې ويل، چې د ځمکې پر سر دعوه د دې لامل شوه، چې د دواړو قومونو تر منځ نښته رامنځته شي.
هغه زياته کړه، چې دغه نښته د طالبانو د يوه ډلمشر ملا خان محمد په منځګړيتوب غلې شوه، خو د طالبانو دا ډله هڅه کوي، چې د پېښې عاملين پيدا او ونيسي.
د يوه بل خبر له مخې، د فارياب امنيه قوماندان وايي، چې تېره ورځ د فارياب ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ يو اوسېدونکی حاجي مراد د ناپېژانده وسلوالو له خوا وژل شوی او د هغه د وژنې په تور يې دوه تنه نيولي دي.
سرچينې زياته کړه، چې دا پېښه د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن