ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهاري ځوانان له بېکارۍ سرټکوي

ننګرهاري ځوانان له بېکارۍ سرټکوي

author avatar
28 Dec 2012 - 10:24
ننګرهاري ځوانان له بېکارۍ سرټکوي
author avatar
28 Dec 2012 - 10:24

جلال اباد (پژواک ٨ مرغومى ٩١): په ننګرهار کې ډېرى ځونان له بېکارۍ سر ټکوي او په دولت نيوکه کوي، چې د کارګرو لپاره د کار د زمينې په برابرولو کې پاتې راغلى.

په دغو بېکاره ځوانانو کې يو عبدالرزاق دى، چې په توره پلاستيکي بورۍ کې يې د کار کالي اچولي او د جلال اباد ښار د بجازۍ په څلور لاري کې يې پژواک اژانس ته له بېکارۍ شکايت کوي او زياتوي، چې دوه اونۍ کېږي په کار پسې ګرځي، خو هېڅ کار يې نه دى پيدا کړى.

نوموړي زياته کړه: ((بس کور ته ځو او راځو، هېڅ کار مو نه کيږي، غريب خلک يو چې کار ونه کړو څه وخورو. ))

د هغه په وينا، په ښار کې يې کور هم په کرايه دى، خو له ده سره د خوراکي توکو پيسې هم نشته.

پنځوس کلن شېرمحمد هم د کار له نه شتون څخه سر ټکوي او وايي، چې که چېرې دوى ته فابريکې جوړې شوې واى، نو هېڅکله به داسې بې سرنوشته نه ګرځيدل.

ده وويل: ((نه مو ولسمشر پوښتنه کوي او نه والي، بس خپل جېبونه ډکوي او زموږ غم نه کوي، هېڅ هم نه لرو.))

نوموړي له دولت وغوښتل، چې د دوى پوښتنه دې وکړي او په ننګرهار کې دې فابريکې ورته جوړې کړي، تر څو په کار بوخت شي او د ژوند اړتياوې پوره کړي.

نوموړي زياته کړه:((چارواکي هر سهار په موټرو کې په دې سړک تېريږي او موږ ته ګوري، داسې لږ فکر خو دې له ځان سره وکړي، چې دوى څۀ خوري؟))

د افغانستان د خواريکښو او مزدور کارانو د سراسري اتحاديي مسوول ډاکټر لياقت عادل پژواک اژانس ته وويل، چې په اوس وخت کې د هېواد په کچه له ٤٠% څخه زيات وګړي د بېکارۍ له امله کړيږي.

نوموړي زياته کړه: ((په افغانستان کې نه نړېوالو او نه هم افغان سوداګرو اساسي سرمايه ګزاري وکړه، که چېرې دوى اساسي سرمايه ګزاري کړې واى، نو دا ستونزې به نه وې.))

دى زياتوي، چې د هېواد ١١ ميليونه وګړي بې سواده دي، خو يو شمېر باسواده وګړي هم بې روزګاره دي.

عادل له نړيوالې ټولنې او افغان دولت وغوښتل، چې يواځې په ننګرهار کې نه، بلکې په ټول هېواد کې دې بنسټيزو پروژو ته پاملرنه وکړي، تر څو افغانان له فقر څخه راووځي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس پوهنيار عبدالحکيم شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې د بېکارۍ د ستونزې عمده لامل د کارګرو نامسلکي توب دى.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ کار د ظرفيتونو لوړول دي او موږ تېر کال هم له دوه زره څخه زياتو نفرو ته حرفوي زده کړې ورکړې دي.))

د هغه په وينا، که چېرې ځوانان په مسلکي زده کړو سمبال شي، نو د بېکارۍ ستونزه به يې هواره شي.

د يادونې ده،چې په هېواد کې څلور ميليونه وګړي د فقر دکرښې لاندې ژوندکوي، شاوخوا دوه ميليونه يې معيوبين دي او د دوه ميليونه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.