کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩١): حامد کرزي او د فرانسې دفاع وزير د افغانستان او فرانسې ترمنځ د لاسليک شوي تړون په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د همکاريو او په هېواد کې د سولې د بهير په اړه خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزى او د فرانسي دفاع وزير ژان ايف لودريان، نن ماښام په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې له ۲۰۱۴زېږديز کال وروسته، له افغانستان سره د فرانسې د شتون او همکاريو د څرنګوالی په اړه هم نظرونه وړاندې شوي دي.
لودريان، افغانستان ته د خپل سفر په اړه او دا چې له خپلو سرتېرو سره د نوي زېږديز کال د نمانځلو لپاره راغلی، ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.
حامد کرزي، فرانسه د افغانستان تاريخي دوست هېواد بللى او په تېرو کلونو کې يې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو او همکاريو له امله مننه او قدرداني کړې ده.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن