ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې يوه خصوصي امنيتي کمپنۍ لغوه شوه

author avatar
1 Jan 2013 - 19:14
author avatar
1 Jan 2013 - 19:14

غزني ښار (پژواک ۱۲ مرغومى ۹۱): په غزني کې د (ATM) په نوم يوه خصوصي امنيتي کمپنۍ لغوه او خپلې وسلې يې د عامه نظم پوليسو ته وسپارلې.

د کورنيو چارو وزارت د عامه نظم د معينيت او د اکمالاتي کاروانونو د ساتنې مشر مل پاسوال سيدګل اغا روحاني نن (د مرغومي ١٢ مه) په غزني کې په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې وويل، چې له دې وروسته به په غزني کې د اکمالاتي کاروانونو امنيت د عامه نظم پوليسو له لوري ترسره کيږي.

نوموړي زياته کړه: ((په غزني کې د لومړي ځل لپاره  ۵۰۰ تنه په شاوخوا کې د عامه عامه نظم قطعه فعاله شوه، چې له غزني تر پکتيکا او تر کندهاره پورې به د اکمالاتي کاروانونو امنيت ساتي.))

د هغه په وينا، له دې وروسته د ټولو اکمالاتي کمپنيو امنيت په کورنيو چارو وزارت پورې تړلى دى او ټول امنيت به يې د کورنيوچارو وزارت پر غاړه اخلي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده وويل، چې له دې وړاندې د خصوصي امنيتي کمپنيو ساتونکو په لويو لاروکې عام خلک ځورول او خلک هم نور د کمپنيو له ساتونکو څخه تنګ شوي وو.

هغه په غزني کې له نويو ګومارل شوو پوليسو وغوښتل، چې عام خلک دې نه ځوروي او له هغوى نه دې په زور پيسې نه اخلي.

والي وويل: ((هره ورځ به د دې کمپنيو ساتونکو له خلکو څخه پيسې غوښتې او يا به يې هم بې ګناه خلک ډبولي وو.))

نوموړي له کورنيو چارو وزارت وغوښتل، چې په غزني کې دې نورې خصوصي امنيتي کمپنۍ هم بې وسلو کړي او امنيت دې په خپله غاړه واخلي.

د غزني امنيه قوماندان هم ژمنه وکړه، چې د دوى پوليس د عامه نظم له پوليسو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او له دغه کار سره به په غزني کې امنيت لا ښه شي.

بل خوا د (ATM) کمپنۍ مشر قدرت، چې د عامه نظم پوليسو يې ۵۰۰ کسه بې وسلې کړل خوښي وښوده، خو زياته يې کړه، چې بايد د دوى دغه کسان د عامه نظم پوليسو په ليکو کې وګوماري، څو هغوى بې روزګاره نه شي.

نوموړي وويل: ((زما د شرکت دوه کاله پوره شول او په دې کې مې لسګونه تنه  تلفات ورکړل، خو اوس به دغه کتار هر ولايت ته بې له کوم خطره رسيږې.))

د يادونې ده، چې په غزني کې نورې خصوصي امنيتي کمپنۍ هم شته، چې د ساتونکو له چلند څخه يې د دې ولايت ډېرى اوسيدونکي شکايت کوي او وايي، چې وخت ناوخته په لويولارو له عامو خلکو څخه پيسې اخلې او يا يې هم وهي ډبوي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.