ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکاد بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ملا نذير ووژل شو

د امريکاد بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ملا نذير ووژل شو

author avatar
3 Jan 2013 - 11:59
د امريکاد بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ملا نذير ووژل شو
author avatar
3 Jan 2013 - 11:59

اسلام اباد ( پژواک ١٤ مرغومى ٩١ ) : په قبايلي سيمې سوېلي وزيرستان کې دامريکا ديوې بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د ځايي طالبانو د يوه مهم قوماندان ملا نذير په ګډون ٩ وسلوال وژل شوي دي.

په سوېلي وزيرستان کې ځايي امنيتي چارواکي وايي،چې ملا نذير تېره شپه وخته دافغانستان پولې ته نږدې د انګورو اډې سره کنډه په سيمه کې هغه مهال ووژل شو، کله چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر يوه موټر توغندي وتوغول.

سرچينې زياتوي، چې په دې بريد کې د درياخان په نامه يوه بل مهم ځايي طالب قوماندان هم وژل شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا نذير هغه مهال د بريد ښکار شو، کله چې له برمل سيمې څخه د واڼه پر لوري روان و.

تر اوسه د وسلوالو  طالبانو د ملا نذير ډلې د هغه وژنه نه ده تاييد کړې.

دا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دويم بې پيلوټه بريد و، چې ترسره شو، تر دې مخکې تېره شپه د  شمالي وزيرستان په مير علي سيمه کې پر يوه موټر شوى هم يو بريد شوى و، چې له امله يې د حکيم الله مسعود په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان قوماندان فيصل خان له دوو ازبک وسلوالو سره ووژل شو .

بلخوا ناتاييد شوي راپورونه وايي، چې په ياد بريد کې ملا نذير له ١٣ وسلوالو سره وژل شوى دى.

ملا نذير په سوېلي وزيرستان کې داحمدزي قوم پورې تړاو درلود ، په لومړيو کې هغه د بيت الله مسعود استازى و، خو وروسته د داخلي اختلافاتو له امله هغه له بيت الله مسعود څخه جلا شو.

هغه په دې وروستيو کې د افغانستان د طالبانو مشر ملا محمد عمر خپل مشر ګاڼه.

د نوموړي په وينا، ملانذير تېره اونۍ هم  په يوه ځانمرګي بريد کې  ټپي شوى  و.

تر دې مخکې هم پر هغه دوه ځله بې پيلوټه هوايي بريدونه شوي وو، دى ترې روغ وتلى و، خو د ورور په ګډون يې ګڼ شمېر ملګري وژل شوي وو.

د يادونې ده ، چې ملا نذير په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د پاکستان د پوځ په مرسته په سوېلي وزيرستان کې د ازبکستان د وسلوالو پر ضد يې عمليات ترسره کړي وو او هغوى يې له سوېلي وزيرستان څخه شړلي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.