ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې پنځه وسلوال مخالفين نيول شوي

په هرات کې پنځه وسلوال مخالفين نيول شوي

هرات (پژواک، ١٤ مرغومى ٩١): د هرات چارواکي وايي، د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې پنځه وسلوال مخالفين نيول شوي دي.

د هرات د والي وياند محى الدين نوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په رباط سنګي ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان ملا بسم الله اړوند دوه کسان نيول شوي دي.

د ده په وينا، نيول شوي کسان د روان کال له لوى اختر څخه يوه ورځ مخکې د هرات ښار د ليلامي واټ د ګڼې ګوڼې په يوه ځاى کې له بايسکل څخه په استفادې د ماين چاودنه کړې وه، چې د څلورو ماشومانو په ګډون ١٦ عام وګړي په کې ټپيان وو.

د والي د وياند د معلوماتو له مخې، د هرات ښار په نهمه ناحيه کې هم دوه تنه ورانکاري نيول شوي دي.

دى وايي، دا کسان د طالبانو له لوري د دولتي او ولسي مشرانو د وژلو په موخه ګومارل شوي وو.

له بلې خوا د هرات د ملي امنيت يوه کارکوونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې په شينډنډ  ولسوالۍ کې د طالبانو يو قوماندان ملا جلال يې نيولى دى.

ده زياته کړه، ياد قوماندان د دولتي مامورينو په وژنه، په لويو لارو کې د ماينونو د ځاى پرځاى کېدو او نورو جنايي پېښو باندې تورن دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.