ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شپږو کارګرو مسافرو په وژلو تورن طالب قوماندان ونیول شو

د شپږو کارګرو مسافرو په وژلو تورن طالب قوماندان ونیول شو

author avatar
4 Jan 2013 - 18:05
د شپږو کارګرو مسافرو په وژلو تورن طالب قوماندان ونیول شو
author avatar
4 Jan 2013 - 18:05

غزني ښار(پژواک ۱۵ مرغومى ۹۱) : دغزني امنیتي چارواکي وايې، هغه وسلوال طالب قوماندان يې نیولی چې د تیر لوی اخترپه دوهمه ورځ يې په اندړ ولسوالۍ کې شپږ کارګران وژلي وو.

 دغزني والي موسی خان اکبرزاده د مرغومي په ۱۵مه،  د نیول شوي طالب قوماندان خبریالانو ته د ښودلو پر مهال وویل چې دغه طالب قوماندان د اختر په دویمه ورځ شپږ تنه مسافرین چې ټول کارګران وو، له موټره ښکته او بیا یې په مرمیو وژلي وو.

هغه زیاته کړه چې د دغه طالب د امنت بالله کلمه  زده ده  او نه هم ورته دلمانځه فرایض معلوم دي.

والي وویل :  (زه په ټولوهغوکسانوچې له دین څخه خبرنه دي او صحرايې فتواوې صادروي غږکوم چې لومړی دې له دین څخه ځان خبرکړې اویادې هم له دې جنګ څخه لاس واخلي. ))

د نوموړي په وینا، څوک چې بې ګناه کسان وژني داکسان دپردیو مزدوران دي او د یوڅوپیسو په مقابل کې داکسان غولول شوي دي.

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک ته  وویل، دغه نیول شوی طالب قوماندان ملا کبیرنومیږي او دغزنې داندړو ولسوالۍ د نوغي د سیمې اوسیدونکی دی.

د هغه په وینا، ملا کبیر  دبهرنیو  ځواکونو او چټک غبرګون پولیسو له لوري په یولړ ځانګړو عملیاتوکې د اسفندې په سیمه کې ونیول شو.

امنیه قوماندان وايی  دهغو راپورونوپه بنسټ چې دوی ته رسیدلی وو ملاکبیر د تیر لوی اختر په دوهمه ورځ  دنوغي په سیمه کې هغه شپږ تنه له موټرڅخه کښته او وروسته يې ووژل چې له کورڅخه د مزدورۍ په موخه راوتلی وو او غوښتل يې چې داخترلپاره خپلوکورونوته ولاړ شي.

 نوموړي وویل چې طالبانو دوی ددې لپاره وژلي وو، چې ګوندې په پولیسو کې دنده لري.

دغزني امنیه قوماندان وايې چې ملاکبیرنه یواځې ددې شپږکسانوپه وژنه تورن دی بلکې په لسګونه نور بې ګناه کسان يې هم وژلي دي.

هغه له عدلي اوقضايې ارګانونوڅخه وغوښتل چې دغه وسلوال طالب ته سخته سزا ورکړي.

نیول شوی ملاکبیرهم رسنیوته ومنله چې نوموړی له وسله والوطالبانوسره ولاړ ووخو په دې وروستیوکې د وسلوالوطالبانوله لوري خالې سلاح شوی وو.

هغه زیاته کړه : ((کله چې له طالبانوسره وم غوښتل مې دسولې له پروسي سره یوځای شم ، خود وسلوالو طالبانوله لوري خالی سلاح شوم.))

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څخه نه دي ويلی.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.