ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان د سالمو زده کړو ملاتړ کوي

طالبان د سالمو زده کړو ملاتړ کوي

author avatar
4 Jan 2013 - 11:48
طالبان د سالمو زده کړو ملاتړ کوي
author avatar
4 Jan 2013 - 11:48

کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩١): طالبان وايي، چې دوى د اسلام د لارښونې په نظر کې نيولو سره د هر هغو زده کړو پلوي او د پرمختګ هڅه يې کوي، چې په يوه سالم چوکاټ کې حاصليږي.

طالبانو دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړې، چې د مرغومي په ١٥مه يې يوه کاپي پژواک خبري اژانس ته رالېږلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د تحريک ډېرى غړي استادان او يا هم عالمان دي؛ ځکه نو دوى تر بل هر چا د علم پر ارزښت او اهميت ښه پوهېږي.

سرچينې زياته کړې، چې دوى زده کړې د انساني ټولنې د دنيا او اخرت د سعات لامل بولي او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) هم په دې اړه لارښوونې کړې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: ((طالبان د اسلامي لارښونو په نظر کې نيولو سره د هر هغه تعليم پلوي کوي او د پرمختګ هڅه يې کوي چې په يوه سالم چوکاټ کې حاصليږي او د دنيا او آخرت په اړه د انساني ټولنې استقامت ټاکي.))

خو طالبانو په دې اعلاميه کې دا هم ويلي، چې د دوى دغه دريځ کله هم په دې مانا نه دى چې د زده کړو (تعليم) په نوم هرڅه چې کېږي، مجاز او ازاد به وي.

سرچينه کاږي: ((زموږ د هېواد د تعليم په سيستم کې هېڅکله هغه تعليم ته اجازه نشته چې هغه د عيسوي چينلونو دستور د اسلامي ټولنو د انحرا ف لپاره په کار لوېږي او د هېوادوالو اولادونه با طلو اديانو ته دعوتوي.))

طالبانو په ډاګه کړې، چې دوى د ټولو مجاز زده کړو په ترلاسه کولو کې له خپلو هېوادوالو سره ګام په ګام ملګري دي او دا رنګه د زده کړو په لاره کې به خپل ټول وس له هېوادوالو ونه سپموي.

طالبانو له خلکو غوښتي، چې خپل اولادونه په داسې ښوونيزو مرکزونو کې نه داخلوي، چې په هغو کې يهوديت، نصرانيت او يا هم نورو غير شرعي طريقو ته دعوت ورکول کېږي.

د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار د طالبانو د دغه دريځ هرکلى کوي خو زياتوي، چې طالبان د سياسي حل لارې او سياسي تفاهم لپاره غواړي دغه نوى دريځ اعلان کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، پر طالبانو دا تور و، چې دوى ګواکې د ښوونې او روزنې پر ضد دي، اوس دوى غواړي چې په دې دريځ سره نړيوال او افغانانو ته وښيي چې دوى په بشپړه توګه د تعليم خلاف نه دي.

د حقيار په وينا، د وسلوالو طالبانو په دريځونو کې په دې وروستيو کې نرمښت راغلى او د پاريس په غونډه کې هم د دوى څرګندونې او دريځ هومره سخت نه و، څومره چې خلکو فکر کاوه.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.