باميان ښار (پژواک ١٥ مرغومى ٩١): د باميانو په يکاولنګ ولسوالۍ کې پوليسو څلور وسلوال غله نيولي دي.
د باميانو د امنيه قوماندانۍ جنايي امر سمونيار چمن علي د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه غله پرون د دې ولسوالۍ د ګهواره سنګ د زوليچ په سيمه کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، دغو کسانو په ياده سيمه کې د غلا هڅه کوله، چې د سيمې د اوسېدونکو له خوا پوليسو ته خبر ورکړ شو.
د نوموړي په وينا، سيمې ته د پوليسو په رسېدو څلور وسلوال د غلا پر مهال لاس په لاس ونيول شول.
چمن علي وايي، چې له هغوى څخه درې ميله تومانچې، درې عرادې موټرسايکلونه، يو لاسي بم او يو شمېر مرمۍ ترلاسه کړې دي.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن