ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومتي چارواکو  د “کمين او اميرګل” د ځاى په اړه بې خبري وښوده

حکومتي چارواکو د “کمين او اميرګل” د ځاى په اړه بې خبري وښوده

author avatar
12 Jan 2013 - 20:27
حکومتي چارواکو  د “کمين او اميرګل” د ځاى په اړه بې خبري وښوده
author avatar
12 Jan 2013 - 20:27

کابل (پژواک ٢٣ مرغومى ٩١): د ملي دفاع وزارت وايي، د قانون له مخې د “کمين او اميرګل” د نيولو اجازه نه لري، خو د ملي امنيت رياست او د سيمه ييزو ارګانونو ادارې چارواکي بيا وايي، چې د يادو کسانو د ځاى په اړه معلومات نه لري.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان محمدکمين د ملي اردو د ځانګړې قطعې د درېيو افسرانو په وژنه او د مرکزي بغلان پخوانى ولسوال اميرګل بغلانى هم په دې ولسوالۍ کې د خلکو په ځورونه تورن دى.

ځينې راپورونه وايي، کمين او اميرګل وروسته له هغه تښتېدلي چې پوليسو يې د نيولو هڅه وکړه، خو داسې راپورونه هم شته چې دغه دواړه کسان په ارګ کې ليدل شوي دي.

 د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ، لوى درستيز شېرمحمد کريمي ، د ملي امنيت د عمومي رياست مرستيال ډاکټر ضياء، په پوځي چارو کې د لوى څارنوال مرستيال ډګرجنرال عبدالفتاح عزيزي او د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مشر عبدالخالق فراهي، نن مشرانو جرګې ورغوښتي وو، ترڅو په دې اړه معلومات ورکړي.

د کورنيو چارو وزير پرځاى د هغه امنيتي مرستيال لوى پاسوال عبدالرحمن رحمان د مشرانو جرګې غونډې ته ورغى، خو د جرګې د غړو له خوا ونه منل شو او پر پتنګ يې نيوکه وکړه، چې د دې جرګې عمومي او د کمېسيونونو غونډو ته نه ورځي.

لوى درستيز شېرمحمد کريمي، مشرانو جرګې ته وويل، په کومه ورځ چې په مرکزي بغلان کې د ملي اردو درې سرتېري ووژل شول، نو ټولو اړوندو ارګانونو ته يې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په دې پېښه کې نور ارګانونه هم دخيل دي، د اردو خپلمنځۍ مسئله نه ده، چې موږ يې په اړه ژر اقدام وکړو.))

دى وايي، د کمين او اميرګل د نيولو لپاره د ملي دفاع وزارت کوم اقدام ځکه نه شي کولاى، چې دا يوه حقوقي موضوع ده او په حقوقي ارګانونو پورې اړه لري.

دغه راز د ملي امنيت مرستيال ډاکټر ضياء وويل، چې د کمين او اميرګل کسانو د استوګنې د ځاى په اړه معلومات نه لري.

ده زياته کړه: ((د دې قاتلينو په اړه دفعتا کوم معلومات نه لرو چې چېرته دي، خو که کوم معلومات ترلاسه کړو، له اړوند ارګانونو سره به يې شريک کړو.))

هغه د جرګې له غړو غوښتنه وکړه، چې که د يادو کسانو په اړه معلومات لري، نو له ملي امنيت سره يې دې شريک کړي.

د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مشر عبدالخالق فراهي هم د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې وويل، چې د  کمين او اميرګل د ځاى په اړه معلومات نه لري.

هغه زياته کړه: ((تر هغه ځايه چې دې قضيې په موږ پورې اړه درلود، موږ خپل اجراات کړي دي.))

فراهي وايي، ډېر ژر يې اميرګل د مرکزي بغلان د ولسوال له دندې څخه لرې کړى او پرځاى يې بل کس ټاکلى دى.

خو په مشرانو جرګه کې د زابل استازي محمد داوود حساس وويل، چې کمين او اميرګل دواړه د جمهوري رياست په مېلمستونو کې اوسېږي.

په ياده جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن بيا وايي، چې د ولسمشر لومړى مرستيال محمدقسيم فهيم له يادو دواړه کسان څخه ملاتړ کوي.

دغه راز په پوځي چارو کې د لويې څارنوالۍ مرستيال ډګرجنرال عبدالفتاح عزيزي وويل، چې د بغلان پېښه د تېرې عرفې په ورځ، وروسته تر هغه رامنځته شوې، چې د ملي اردو درې افسران د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته د اختر د سودا پېرودلو په موخه تللي وو.

دى وايي، يادو شويو افسرانو د ښار په منځ کې ځينې په شخصي کاليو کې وسله وال کسان ليدلي او بې وسلې کړي يې وو.

عزيزي زياته کړه، چې په بې وسلې شويو کسانو کې يو د ولسوال اميرګل کس و او ولسوال ته يې د بې وسلې کولو په اړه زنګ وهلى و.

دى وايي، وروسته ولسوال کمين ته امر کړى و، چې ولاړ شي او د ملي اردو ياد شوي افسران بې وسلې کړي.

دى وايي، کله چې کمين د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښارګوټي ته رسېدلى و، د ملي اردو له افسرانو سره يې وسله واله نښته کړې وه، چې په ترڅ کې يې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي وو.

ده وويل، وروسته د پوليسو ځواکونه د کمين د نيولو لپاره يادې ولسوالۍ ته تللي وو، خو کمين او اميرګل په تېښته بريالې شوي وو.

ده زياته کړه، له کمين او اميرګل سره د همکارۍ په تور تراوسه ١١تنه نيول شوي، چې پلټنې ترې بشپړې شوي او د نورو پړاوونو لپاره محکمې ته استول شوي دي.

هغه وايي، لويې څارنوالۍ د اميرګل او کمين د نيولو په اړه لس مکتوبونه د بغلان ولايت او څلور مکتوبونه د کورنيو چارو وزارت ته استولي دي، خو تراوسه ياد کسان نه دي نيول شوي، چې دوى ترې پلټنې وکړي.

په نننۍ غونډه کې لوى درستيز شېرمحمد کريمي دا هم وويل، چې افغانستان له امريکا سره د پوځي مسافروړونکو الوتکو پېرودلو تړون رد کړى دى.

دى وايي، څه موده وړاندې د امريکا متحده ايالاتونو ١٦ الوتکې له ايټاليا څخه د افغانستان لپاره وپېرلې او هېواد ته يې راولېږدولې، خو اوس يوه هم الوتنه نه شي کولاى.

هغه وويل چې له همدې امله دغه تړون رد شو.

ده زياته کړه، نړيوالې ټولنې له افغانستان سره ژمنه کړې، چې يو شمېر نورې مسافروړونکې او جنګي الوتکې به افغانستان ته ورکړي.

هغه وويل، چې د کميت له پلوه د افغانستان ملي اردو خپل وروستي حد (١٩٥زر) تنو ته رسېدلې ده، خو په تجهيزاتو کې ځينې ستونزې لري.

د کريمي په وينا، نړيوالې ټولنې له افغانستان سره ژمنه کړې، چې د ملي اردو د تجهيزاتو په برخه کې هم مرستي کوي.

د ده په وينا، د افغانستان لپاره ٢٠٠زره اردو بسنه نه کوي، خو نړيواله ټولنه تر دې زيات شمېر اردو لپاره مرستې نه کوي او افغانستان يې هم توان نه لري.

هغه دا هم وويل، د راتلونکې چنګاښ په مياشت کې د لوى درستيز په توګه د ده د دندې وخت پوره کيږي او تر هغه وروسته نه غواړي، چې پر يادې څوکۍ پاتې شي.

د مشرانو جرګې په ياده غونډه کې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مشر عبدالخالق فراهي وويل، چې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې په تېر کال کې يې ټول واليان او ولسوالان ارزولي دي.

دى وايي، د دوى د ارزونې له مخې ١٠ واليان بدل رابدل شوي، ١٥٧ ولسوالان نوي پر دنده ګومارل شوي او ١٦ مرستيال واليان نوي معرفي شوي دي.

فراهي دا هم وويل، چې د ولايتي شوراګانو او ښارواليو د قوانينو مسودې يې هم بشپړې کړي او د نورو پړاوونو لپاره يې عدليې وزارت ته استولې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.