ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خلکو پر شخصي ځمکو پوليسو ته تاسيسات جوړېږي”

“د خلکو پر شخصي ځمکو پوليسو ته تاسيسات جوړېږي”

author avatar
12 Jan 2013 - 14:27
“د خلکو پر شخصي ځمکو پوليسو ته تاسيسات جوړېږي”
author avatar
12 Jan 2013 - 14:27

لښګرګاه (پژواک ٢٣ مرغومى ٩١): د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند سيمې اوسېدونکي پر دولت تور پورې کوي چې د دوى شخصي ځمکې يې ګرځولې او د پوليسو لپار پرې تاسيسات جوړولي.

د لښکرګاه اړوند د کارېز سيمې لسګونو اوسېدونکو دغه شکايت د مرغومي په ٢٣مه په لښکرګاه کې د يوې اعتراضيه غونډې او لاريون پر مهال وکړې.

دوى ويل، چې حکومت په دې سيمه کې د پوليسو د ٢٠٧ زون قوماندانۍ لپاره تاسيسات د دوى پر شخصي ځمکو جوړوي.

د لاريون پر مهال د کارېز سيمي يوه قومي مشر او د مشرانو جرګې پخواني غړي عبدالواحد کارېزوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوليسو لپاره په ښار کې دننه تاسيسات جوړول سم کار نه دى.

هغه زياته کړه، چې که حکومت بيا هم دغه کار کوي، نو د خلکو پر شخصي ځمکو نه بلکې پر دولتي ځمکو دې جوړ کړي.

د نوموړي په وينا، تر دې مخکې پر ٢٣ جريبه دولتي ځمکه پوليسو تاسيسات جوړ کړي خو اوس غواړي لسګونه جريبه نوره شخصي ځمکه هم لاندې کړي چې په دې کې يو شمېر کورونه هم له منځه ځي.

کارېزوال زياته کړه، چې په دې سيمه کې يوه هديره هم شته چې لسګونه کلونه پخوا جوړه شوې او اوس پوليسو په کې لارې ايستلې او قبرونه يې له منځه وړي دي.

د عبدالباري په نوم يوه بل لاريون کوونکي پژواک اژانس ته وويل، دولت د دې پر ځاى چې ستونزې يې هوارې کړي، نورې ستونزې هم ورته جوړوي.

هغه زياته کړه، که چېرې لوړپوړي چارواکي يې ستونزه هواره نه کړي، نو دوى به هغه وسايل وسوځوي چې په سيمه کې پوليسو ته تاسيسات جوړوي.

د حاجي محمدولي په نوم قومي مشر وويل، د دوى لاريون د يوه شخص پر ضد دى چې هغه د پوليسو مشر پاسوال عصمت الله دولتزى دى، چې د خلکو غوښتنو ته يې ونه کتل او په زور يې د هديرو، کرنيزو ځمکو او کورنيو په نيولو لاس پورې کړى دى.

نوموړي زياته کړه، دولت خپله قانون تر پښو لاندې کوي او د خلکو ځمکې لاندې کوي، چې دا د خلکو او دولت ترمنځ د واټن پيدا کېدو لامل کېږي.

بلخوا په هلمند کې د پوليسو د ٧٠٧ زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولتزى وايي، هغه ځمکې چې دوى په کې تاسيسات جوړوي، د املاکو کمېسيون د دولتي ځمکو په نوم ورکړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ٢٤ جريبه ځمکه کې له وړاندې تاسيسات جوړ شوي او په پنځوس جريبه کې يې اوس کار روان دى.

د نوموړي په وينا، د سيمې ټول خلک پر دې پوهېږي چې يادې ځمکې دولتي دي، خو يواځې د عبدالواحد کارېزوال په نوم يو تن خلک د دولت مخالفت ته هڅوي.

دولتزي وويل: ((موږ خپل کار ته ادامه ورکوو او د سيمو خلکو ته اجازه نه ورکوو، چې د شخصي ګټو لپاره د دولتي کار مخه ونيسي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.