چاريکار (پژواک ٢٣ مرغومى ٩١): د سالنګونو لويه لاره، چې د واورې اورېدو او سختو توپانونو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، پرانيستل شوه.
ياده لاره نن سهار شاوخوا پنځه بجې تړل شوې وه او له امله يې ګڼ شمېر موټر د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو او د بغلان د خينجانو ولسوالۍ په ملخانو سيمه کې درېدلي وو.
خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال عبدالرجب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په سالنګونو کې توپان درېدلى او لاره شاوخوا ١٢ بجې بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.
دغه لاره، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تېريږي، د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي.
په ژمي کې پر دې لاره تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي.
د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سالنګ کې په لسګونو خلک د واورو ښوويېدو له امله مړه او ګڼ شمېر ټپيان شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن