غزني ښار (پژواک ۲٣ مرغومى ۹۱): په غزني کې د استيناف څارنوالۍ چارواکي وايي، چې دوى په غزني کې اووه دولتي مامورين د بډو اخيستو په تور نيولي دي.
د غزني د استيناف څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد د مرغومي په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، په دولتي ادارو کې لويه ستونزه دا ده، چې قانون په کې تر پښولاندې شوى او په هېڅ ډول نه پلى کېږي.
نوموړي زياته کړه، د غزني د مستوفيت او پوهنې رياست اووه مامورين يې نيولي، چې اوس مهال يې دوسيې تر څېړنو لاندې دي.
د هغه په وينا، د دغه ولايت په ادارو کې د يو شمېر کسانو ملاتړ، د څو محدودو چارواکو له لوري کېږي او همدا دوى قانون تر پښو لاندې کړى دى.
عابد زياته کړه: ((دا خلک قانون تر پښو لاندې کوي او يواځې د شخصي ګټو لپاره په اداره کې کارکوي.))
د عابد په خبره، ډېر ژر به نور کسان هم ونيسي او د رسنيو له لارې به يې نورو خلکو ته د عبرت په موخه وښيي.
د غزني د ولايتي شورا سرپرست عبدالجامع جامع پژواک اژانس ته وويل: ((هغه کسان چې په اداري فساد کې ښکېل دي، هغوى بيا د قانون چيغې وهي او وايي، چې قانون نه پلى کېږي.))
د هغه په وينا، دوى ته داسې اسناد رسېدلي، چې د غزني يو شمېر رييسان په اداري فساد کې لاس لري او ډېر ژر به دغه اسناد د غزني څارنوالۍ ته وړاندې کړي.
د غزني خلک هم له اداري فساده سر ټکوي او وايي، هرې دولتې ادارې ته، چې د يو کار د خلاصولو په موخه ورځي، نو پيسې چې ورنه کړي، کار يې نه کېږي.
د غزني ښار اوسېدونکي محمدګل پژواک اژانس ته وويل: ((چې هرې ادارې ته ورغلى، پيسې درنه اخلي، هغه ورځ مې غوښتل خپل تحصيلي اسناد راوباسم، يو مامور راڅخه په ډاګه د پيسو غوښتنه وکړه.))
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن