ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت د لسو وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه

د دولت د لسو وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
13 Jan 2013 - 10:33
د دولت د لسو وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
13 Jan 2013 - 10:33

جلال اباد (پژواک ٢٤ مرغومى ٩١):  د نورستان په کامدېش او د ننګرهار په بټي کوټ ولسواليو کې د نښتو له امله ١٨ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام الله خان نورستاني د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کامدېش ولسوالۍ کې د تېرې ورځې د سهار له  نهو بجو د شپې تر ناوخته پورې جګړه روانه وه چې په پايله کې يې يوولسو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې اووه وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

نورستاني وويل، چې د جګړې په سيمه کې د وسلوالو ځيني مړي او وسلې هم پاتې شوې او په دې نښته کې د دوى ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

د سيمې اوسېدونکى سلطان مير پژواک ته وويل، چې په جګړه کې دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې په نښته کې د يوه کور څو څاروي هم له منځه تللي دي.

ياده دې وي، چې نورستان د هېواد په ختيځ کې پروت هغه غرنى ولايت دى چې وخت ناوخت ترې د اوږدو جګړو او ګڼو زيانونو خبرونه ورکول کېږي.

د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ ناوخته  د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم د دولتي ځواکونو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ نښته شوې ده.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د مرغومې په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د بټي کوټ د درېيم فارم په سيمه کې د ملي اردو پر ګزمې بريد وکړ، چې په ځوابي ډزو کې د وسلوالو درې تنه وژل شوي او يو بل يې ټپي دى.

د هغه په وينا، نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يې د ملي اردو يو سرتېرى هم ټپي شوى دى.

د بټي کوټ ولسوال مرزامحمد نصرت پژواک اژانس ته وويل، چې په نښته کې يو ملکي وګړى ټپي شوى او بل چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د بټي کوټ د کلينيک امر ډاکټر عبدالفتاح صديقي وايي، چې د نښتې له سيمې دوى ته يو ټپي ور وړل شوى چې روغتيايي حالت يې د ډاډ  وړ دى.

د سيمې اوسېدونکى حکيم خان وايي، چې د دې نښتې پر مهال د تورخم-جلال اباد لويه لار تر دوه نيمو ساعتونو پورې لاره تړل شوې وه.

دى وايي، چې د بټي کوټ اوسېدونکي نور له جګړو او نښتو په تنګ شوي، له دولت نه غواړي چې د بټي کوټ د ولسوالۍ په امنيت کې دې جدي اقدامات وکړي.

د يادونې ده، چې تېره مياشت دولتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې پراخ عمليات وکړل او د لسګونو مخالفينو د نيولو ادعا يې وکړه، خو تر دغو عملياتو وروسته نږدې هره ورځ وسلوال مخالفين لويې لارې ته راوځي او پر دولتي ځواکونو بريدونه کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.