کابل (پژواک ٢٤ مرغومى ٩١): وسلوالو د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې يوه ښځه وژلې ده .
د چک ولسوالۍ د دوران خېلو سيمې يوه اوسېدونکي حاجي خُرم د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نجلۍ د دې ولسوالۍ اوسېدونکې نه وه او له کابل څخه چک ته ورغلې وه .
د هغه په وينا، دغه نجلۍ او ورسره يو بل تن کابل ته د تګ پر مهال وسلوالو کسانو دوې ورځې مخکې نيولي وو او نن د نيول شوې ښځې مړى د همدې ولسوالۍ د خواجه عمري په سيمه کې موندل شوى دى.
د حفيظ الله په نوم د سيمې يو بل اوسېدونکى بيا وايي، چې تښتونکو د هغې د خوشې کولو په بدل کې سلګونه زره افغانۍ غوښتې وې.
د هغه په وينا، دا ښځه د کندوز ولايت اوسېدونکې وه.
خو د دغه ولايت يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ښځه له امريکا څخه تازه راغلې وه او غوښتل يې چې د چک سيمه له نږدې وويني.
يادې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، زياته کړه، چې وسلوالو د هغې له مړي سره يو ليک پرېيښى او په کې ليکلي ي دي ، چې بهرنيانو ته يې جاسوسي کوله.
د سرچينې په وينا، په کومه سيمه کې چې د هغې مړى موندل شوى، هغه سيمه ده، چې ډېرى وخت په کې طالبان خپل مخالفين وژني.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 168
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن