ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: لوګر کې طالبان د سيمه ييزو پوليسو په نوم ناوړه کړنې ترسره کوي

والي: لوګر کې طالبان د سيمه ييزو پوليسو په نوم ناوړه کړنې ترسره کوي

author avatar
14 Jan 2013 - 11:32
والي: لوګر کې طالبان د سيمه ييزو پوليسو په نوم ناوړه کړنې ترسره کوي
author avatar
14 Jan 2013 - 11:32

پل علم (پژواک ٢٤ مرغومى ٩١): د لوګر والي وايي، وسلوال طالبان د لوګر په هغو سيمو کې، چې سيمه ييز پوليس په کې ګومارل شوي، له دې امله پر غلاوو او شکونو لاس پورې کړى، څو  پړه يې پر دغو پوليسو واچوي او بدنام يې کړي.

د لوګر والي محمداقبال عزيزي له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د لوګر د مرکز پل علم په ګډون يې په ازره او بره کي برک ولسواليو کې ٧٠٠ سيمه ييز پوليس پر دندو ګومارلي دي.

د هغه په وينا، د دغو سيمه ييزو پوليسو په ګومارلو سره په يادو سيمو کې امنيت ورځ تر بلې ښه کېږي او د وسلوالو طالبانو فعاليتونه په ټپه درېدلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې وسلوال طالبان اوس په دغو سيمو کې د شپې له خوا کورونه لوټي او د لارو پر سر د سيمه ييزو پوليسو په نوم خلک ځوروي او شکونې کوي.

والي وويل: ((سيمه ييزو پوليسو له ملي پوليسو سره يو ځاى د طالبانو د دغو شومو موخو د مخنيوي په اړه ګډ عمليات پيل کړي او تر ډېره يې مخه نيولې هم ده.))

د ده په خبره، سيمه ييز پوليس يې د يادو سيمو له قومي مشرانو سره له سلا مشورو وروسته او د اړتياوو پر بنسټ ګومارلي او د دغو پوليسو ليکو ته يې هم د مشرانو په ضمانت او لارښوونه ښه خلک او ځوانان را جذب کړي دي.

دى وايي، چې په لوګر کې تر اوسه د يو شمېر ولايتونو په څېر د سيمه ييزو پوليسو له خوا کوم ناوړه کارونه نه دى ترسره شوى او دى ډاډه دى، چې له دې وروسته به هم نه رامنځ ته کېږي.

عزيزي زياته کړه، چې پخوا په دغو سيمو کې د وسلوالو طالبانو له خوا بې ګناه خلک ځورول کېدل، وژل کېدل او له خپلو کورونو او سيمو څخه کډې کولو ته اړ ايستل کېدل، خو اوس خلک په ډېره ارامه فضا کې ژوند کوي.

د هغه په وينا، دغه راز په يادو ولسواليو کې وسلوالو طالبانو پروژو ته هم اجازه نه ورکوله، چې له امله يې د بيارغونې کارونه په ټپه ولاړ وو، خو اوس به په نږدې راتلونکي کې کارونه پيل کړي.

دى وايي: ((يو شمېر لنډمهاله او اوږد مهاله پروژې په پام کې لرو، چې په دغو ولسواليو کې يې ژر تر ژره پيل کړو، څو د سيمو خلکو ته هم کار پيدا شي او سهولتونه هم ورته پيدا شي.))

والي زياته کړه، غواړي د نورو ولسواليو او سيمو له قومي مشرانو سره هم وغږيږي، چې که دوى وغواړي، نو په سيمو کې به يې سيمه ييز پوليس وګوماري.

د ده په خبره، خلک دې هم له سيمه ييزو پوليسو سره همکاري ولري او د وسلوالو په چلونو او تبليغ دې نه غوليږي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.