کابل (پژواک ٢٥ مرغومى ٩١): د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله وايي، چې دولت بايد د طالب بنديانو خوشې کول بند کړي او پر دې پروسې دې له سره کتنه وکړي.
دغه راز د دې ډلې غړو نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د پاکستان دولت بايد طالب بنديان د افغانستان دولت ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې شاوخوا ٦٠٠ طالب بنديان د افغانستان او له شلو ډېر د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې په خپل رسنيز پيغام کې، چې د دې ډلې د غړې ليا جواد له خوا نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې ولوستل شو، د طالب بنديانو پر خوشې کولو اندېښنه څرګنده شوې ده.
ليا جواد وويل، چې له قيد او شرط پرته د طالب بنديانو خوشې کېدل د معافيت فرهنګ د دوام لامل کېږي او په هېواد کې سوله او ټيکاو نور هم له ګواښ سره مخ کوي.
دې زياته کړه: “دولت بايد د هېواد اساسي قانون او نور نافذه قوانين رعايت کړي او د مجرمانو په خوشې کولو سره دې له قانون څخه د تېښتې، د وسلوالو جنايتکارانو د مصوونيت فرهنګ او ورته نورې هڅې تشويق نه کړي.”
هغې زياته کړه، چې د هر نيول شوي شکمن دوسيه بايد د قانون له حکم سره سم وڅېړل شي او د عدالت د تامين لپاره بايد د محکمې له حکم سره سم يې په اړه اجراات وشي.
د دې په وينا، دغه ډله له دولت څخه د داسې ميکانيزم غوښتونکې ده، چې له مخې يې له زندانونو خوشي شوي طالبان بيا د وسلوالو مخالفينو ليکو ته ستانه نه شي.
ليا جواد له دولته وغوښتل، چې د سولې په پروسه کې د خوشې شوو طالب بنديانو اغېز خلکو ته په ګوته کړي.
د دې ډلې بل غړي محمدرحيم جامي بيا وويل، چې د پاکستان دولت د طالب بنديانو په خوشې کولو سره له هغوى سياسي ګټه پورته کوي.
جامي وايي، چې تر اوسه د خوشې شوو طالب بنديانو استوګنځاى څرګند نه دى او د سولې د پروسې په ګټه د هغوى فعاليت هم نه تر سترګو کېږي.
ده همداراز د سولې په اړه د افغانستان د دولت روانې هڅې هم وننګولې او ويې ويل، چې لومړى بايد له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو روڼ ميکانيزم رامنځته شي.
د جامي په خبره، سره له دې چې دولت او د سولې عالي شورا تل پر طالبانو د سولې غږ کړى، خو طالبان تر اوسه له دولت سره خبرو ته نه دي حاضر شوي.
ده وويل، چې لومړى بايد داسې کسان د سولې د خبرو په موخه وګومارل شي چې دواړو لورو (دولت او مخالفينو) ته د منلو او باور وړ وي.
ده زياته کړه: “موږ په دې برخه کې د دې مخالف نه يو چې يوه کتله، ډله يا يو کمېسيون يا شورا په هر نوم چې يې يادوئ، بايد موجود وي چې د سولې لپاره کار وکړي؛ خو هغوى دې دواړو لورو ته د منلو او باور وړ وي او د يوې مشخصې تګلارې او ولسي ميکانيزم له مخې دې کار وکړي.”
جامي زياتوي، چې د سولې د خبرو لپاره بايد اوربند وشي او همداراز دواړه لوري خپلې کړې ژمنې پلې کړي.
ده اندېښنه وښوده، چې د امريکا په ګډون نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه غواړي د سولې د راتګ په نوم له افغانستان څخه پښې سپکې کړي او دغه هېواد يو ځل بيا د تېرو درېيو لسيزو په څېر د بدبختيو پر لور بوځي.
دې ډلې په خپل پيغام کې د افغانستان له حکومت او ناټو ځواکونو غوښتي، چې له بهرنيانو څخه افغانانو ته د پوځي چارو د مسووليتونو په لېږد کې بېړه ونه کړي او د دولت مخالفينو ته د امتيازاتو په ورکولو سره د تېرو لسوکلونو لاسته راوړنې، له ګواښ سره مخ نه کړي.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله له ٢٧ ملي او بين المللي بنسټونو څخه جوړه ده او په هېواد کې د سولې او انتقالي عدالت د پلي کېدو لپاره له ٢٠٠٩ ميلادي کال راهيسې فعاليت لري.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې غړي وايي، چې په يادو ٢٧ بنسټونو کې ټولنيز غيردولتي بنسټونه، ځينې رسنۍ او د ښځو د بشري حقونو فعالين شامل دي.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن