لښکرګاه (پژواک٢٧مرغومى٩١): د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد ولسي خلکو پاڅون پيل کړى دى.
د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج سيمې د الکوزو اوسېدونکي له دولت څخه غوښتنه کوي، چې دولت دې ورسره مرسته وکړي، څو سيمه له طالبانو پاکه کړي.
په نهرسراج کې د طالبانو پر ضد د پاڅون کوونکو له ډلې يوه قومي مشر صفرمحمد د مرغومي په ٢٧مه، پژواک اژانس ته وويل، نور د طالبانو له کړنو څخه تنګ شوي او تر هغه به يې په وړاندې وجنګېږي، چې سيمه يې ترې پاکه کړې نه وي.
د نوموړي په وينا، که څه هم له وړاندې طالبانو دوى د خپلو دښمنانو په نوملړ کې حساب کړي وو، خو د پاڅون پيل په دې ډول وو، چې دوه ورځې وړاندې پوليسو په سيمه کې عمليات وکړل، ګڼ شمېر ماينونه يې شنډ او سلګونه کيلوګرامه چرس يې ونيول.
صفرمحمد وايي، د پوليسو تر عملياتو وروسته د طالبانو يوه اته کسيزه ډله راغله، په کلي کې يې د خلکو په وهلو او ټکولو لاس پورې کړ، چې ګواکې دوى له پوليسو سره مرسته کړې ده.
نوموړي زياته کړه، طالبانو دى او زامن يې هم وهلي دي، چې تر دې وروسته د دوى ترمنځ وسلواله نښته هم رامنځته شوه، چې له امله يې دى ټپي هم شو.
صفرمحمد وويل، چې طالبانو د دوى ټولې ځمکې په ماينونو پوښلې دي، ډوډۍ، پيسې او د شپې تېرولو ځاى هم ترې غواړي.
د هغه په وينا، دا چې خلکو ته يې خير نه رسېږي، له دې امله نه ځاى ورکوي او نه به يې هم په سيمه کې تردې وروسته پرېږدي.
دغه قومي مشر زياتوي، په کومه سيمه کې چې دوى ژوند کوي، شاوخوا ٢٠٠ کوره کېږي؛ خو له تېرې ورځې راهيسې د الکوزو په سيمه کې ٣٠ کورنيو له خپلو کورونو څخه وسلې راايستلي او طالبانو ته يې ځواب ورکړى دى.
نوموړي وويل، د نارينه وو ترڅنګ تېره ورځ د طالبانو د شخړې پرمهال د کليو ښځو هم وسلې، لرګي او د جنګ لپاره وسايل رااخيستي او په طالبانو پسې يې منډې وهلې.
صفرمحمد زياته کړه، په همدې سيمه کې د نورزيو، پوپلزيو، بارکزيو او توخيو له سيمې څخه قومي مشرانو ورته د مرستې ډاډ ورکړى دى.
په همدي سيمه کې يوه بل ځوان سيدګل وويل، طالبانو يې په کلي کې د سپين ږيرو په وهلو لاس پورې کړى، چې دغه کار د سيمې پر ځوانانو او مشرانو بده اغېزه کړې او د طالبانو پر ضد راپاڅېدلي دي.
نوموړي وويل، له طالبانو سره په ښکاره مخالفت تېره ورځ يوه بجه رامنځته شو او بيا يې له پوليسو څخه مرسته وغوښته، چي تر ماښامه په سيمه کې جګړه روانه وه.
د هغه په وينا، تردې نښتې وروسته شاوخوا لس کيلومتره ساحه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
د محمد په نوم يو بل تن هم پژواک ته وويل، طالبانو د کليوالو د سپين ږيرو او ځوانانو په ګواښلو او وهلو هغه وخت لاس پورې کړ، چې د طالبانو د يوه قوماندان انصاري سلګونه کيلو چرس وسوځول شول او ٣٠ ماينونه يې پوليسو شنډ کړل.
دغه ځوان له دولتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوى ملاتړ وکړي، وسلې ورکړي، ترڅو د شاوخوا سيمو اوسېدنکي هم د طالبانو پر ضد پاڅون وکړي.
د نهرسراج په سيمه کې د ٦٠١ سړک پر سر د لومړي کنډک قوماندان سمونوال ستارخان پژواک اژانس ته وويل، چې له لوړپوړو چارواکو سره يې خبرې کړي او ډېر ژر به د سيمې خلکو ته وسلې ورکړي.
ستارخان خلکو ته ډاډ ورکړ، تر هغو به يې له کليو او خلکو څخه ساتنه وکړي، څو چې د طالبانو وېره نه وي ورکه شوي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن