د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د شکنجې له امله امريکا يو ځل بيا د بنديانو د سپارلو لړۍ وځنډوله

د شکنجې له امله امريکا يو ځل بيا د بنديانو د سپارلو لړۍ وځنډوله

Jan 17, 2013 - 11:35

کابل ( پژواک ٢٨ مرغومى ٩١ ) :امريکا يو ځل بيا د شکنجې له امله افغان چارواکو ته د بنديانو د سپارلو لړۍ بنده کړې ده.

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز دمرغومي په ٢٨مه، په کابل کې دامريکايي چارواکو له خولې خبر ورکړى،چې دامريکا له دې کار سره به ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يو ځل بيا ترينګلې شي.

د امريکا متحدو ايالاتونو دغه کار په داسې حال کې کړى، چې د ولسمشرحامدکرزي او امريکايي چارواکو ترمنځ تېره اونۍ په واشنګټن کې پرېکړه وشوه، چې ټول افغان بنديان به افغان حکومت ته وسپارل شي .

خو د ياد راپور له مخې، افغان چارواکو په زندانونو کې د بنديانو د شکنجې راپورونه رد کړي دي .

د افغانستان د زندانونو لوى پاسوال اميرمحمد جمشېدي نيويارک ټايمز ته ويلي، چې په زندانونو کې له بنديانو سره انساني چلند کېږي .

په افغانستان کې د امريکا او ناټو سرچينو نيويارک ټايمز ته ويلي : ((افغان چارواکو ته مو د بنديانو د سپارلو لړۍ  وروسته له هغه وځنډوله، چې په يو شمېر افغان زندانونو کې له بنديانو سره د ناوړه چلند په اړه معلومات ترلاسه شول .))

د ناټو يوه وياند جيمز ګرايبل نيويارک ټايمز ته ويلي، چې دوى له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي، څو اصلاحات راولي.

د يادونې ده، چې تېر کال د افغانستان او امريکا ترمنځ د بګرام زندانيانو د سپارلو يو تړون لاسليک شو، ددې تړون له مخې، ټاکل شوې وه، چې څو مياشتې مخکې دغه کار وشي، خو امريکايانو په دې کار کې خنډ او ځنډ رامنځته کړى و، چې له امله يې ددواړو هېوادونو اړيکې هم خرابې شوې وې.

خو تېره اونۍ امريکا ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال امريکا يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې ټول بنديان به افغان حکومت ته وسپاري.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement