ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې به له سلو زياتې پروژې پلې شي

author avatar
17 Jan 2013 - 18:54
author avatar
17 Jan 2013 - 18:54

 هرات ( پژواک ۲۸ مرغومی ۹۱) :راتلونکی کال به د ۳۵ ميليونه ډالرو په لګښت ۱۲۴ پروژې په هرات ولايت په ځانګړي ډول په کليو او بانډو کې پلې شي ،چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه واخلي .

دهرات ولايت دمطبوعاتي دفتر سرپرست محمد شعيب معصومي ددغه مطلب په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ددغو پروژو عمده برخې داوبو رسولو سيستم ،کاناليزاسيون ، روغتيايي خدمتونه او ښوونه او روزنه جوړوي .

نوموړی ،چې دهرات ولايت په دفتر کې دولسواليو دبرخې کارپوه هم  دی ، زياته يې کړه ،چې ددغو پروژو ډېرې برخې به په لرو پرتو سيمو کې عملي شي .

معصومي وايي ، چې ددغو پروژه پلان  داتو سکتوري رياستونو لخوا ترتيب شوی او ټاکل شوې ،چې کار يې د ۱۳۹۲ کال په لومړيو کې پيل او دهمدې کال تر پايه به ګټې اخيستې ته هم وسپارل شي .

سرچينې زياته کړه ،چې  ددغو پروژو پيسې دنړيوالې ټولنې او ددولت له پراختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي .

دلرو پرتو سيمو اوسېدونکي وايي ،چې دوی داوبو او پوهنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او په راتلونکي کال کې ددغو پروژو د پلي کېدو هر کلی کوي .

درباط سنګي ولسوالۍ يوه سپين ږيري محمد عارف عرفان پژواک ته وويل : ((  ترځمکې لاندې  زموږ اوبه تروې دي ، زه خپله دڅښاک اوبه په موټر سايکل او يا خره  له يوه کارېز څخه راوړم ، چې له کور نه مې پنځه کيلومتره لرې دی .))

عرفان زياته کړه ،چې دکرنيزو اوبو لګولوسيستم هم خراب دی او خلک دخپلو کروندو دخړوب لپاره دباران اوبه زېرمه کوي .

هغه زياته کړه ،چې خلک اړتيا لري له کاريزونو څخه د پايپ او لولو د غځولو او نصب په واسطه د خپلو سيمو دغه ستونزه حل کړي .

نوموړي زياته کړه ،چې دپوهنې په برخه کې هم ستونزې لري او له سلو ښوونځيو څخه يې يواځې څلور ښوونځي ودانۍ لري ،چې دراتلونکي کال په پروژو کې به يې دغه ستونزه په نظر کې ونيول شي .

رباط سنګي يوه هواره سيمه ده ، چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري .


 د ويلو ده ،چې دهرات ولايت دکليو بيارغونې او پراختيا رياست په دې وروستيو کې ويلی و  ،چې دروان کال له پيل څخه تر دې مهاله يې د ۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت ۷۴ پروژې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې دسلګونو کورنيو لپاره ګټې اخيستې ته سپارلې دي .

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.