ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو فعاليت ګټور وبلل شو

په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو فعاليت ګټور وبلل شو

author avatar
17 Jan 2013 - 15:53
په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو فعاليت ګټور وبلل شو
author avatar
17 Jan 2013 - 15:53

ښرنه ( پژواک ٢٨ مرغومى ٩١ ) : د پکتيکا والي په دې ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو فعاليت ګټور وباله او زياته يې کړه ، چې ددې پوليسو له فعالېدو سره امنيت ښه شوى دى.

د پکتيکا والي محب الله صميم د مرغومي په ٢٨مه، په ښرنه کې يوې خبري غونډې ته وويل ،چې په دې وروستيو کې ددې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې سيمه ييز  پوليس فعال شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه سيمه ييز پوليس ډېرى د سيمې اوسېدونکي دي، چې د خپلو سيمو د اوسېدونکو ملاتړ هم له ځانه سره لري.

د نوموړي په وينا، دا پوليس په نا امنو ولسواليو کې فعال شوي او ددوى د فعاليت له پيلېدو وروسته په دې سيمو کې امنيت ډېر ښه شوى دى.

  صميم د بېلګې په توګه د يحيى خېلو او خيرکوټ ولسواليو يادونه وکړه، چې پخوا ډېرې نا امنه وې، خو اوس يې امنيت ښه شوى دى.

ده زياته کړه : (( د سيمو اوسېدونکي د  پوليسو او دولت کلک ملاتړ کوي.))

د پکتيکا والي له کورنيو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې دې ولايت ته د سيمه ييزو پوليسو سهميه نوره  هم زياته کړي، څو د پاتې نا امنو سيمو امنيت هم ښه شي.

هغه ژمنه وکړه، په کومو سيمو کې چې امنيت ښه شوى، ډېر ژر به په بېلا بېلو برخو کې د بيارغونې کارونه په کې پيل کړي.

د پکتيکا امنيه قوماندان  مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وويل، چې ددې ولايت په لويو لارو کې امنيتي پوستې فعالې شوې دي او اوس خلک په ډاډه زړه تګ راتګ کولى شي .

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.