ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه نور افغان لوبغاړي د بنګله دیش کرکټ سیالیو کې ګډون کوي

دوه نور افغان لوبغاړي د بنګله دیش کرکټ سیالیو کې ګډون کوي

author avatar
19 Jan 2013 - 18:14
دوه نور افغان لوبغاړي د بنګله دیش کرکټ سیالیو کې ګډون کوي
author avatar
19 Jan 2013 - 18:14

کابل ( پژواک ۳۰  مرغومی ۹۱ ) : د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوه نور پیاوړي لوبغاړي شاه پور ځدران او سمیع الله شینواري هم د بنګله دیش پریمیر لیګ کرکټ سیالیو کې  د ګډون په موخه دغه هیواد ته روان شول.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوی رییس ډاکتر نور الله مراد د مرغومي په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې  د بنګله دیش پریمیر لیګ کرکټ سیالیو دغو دوو لوبغاړو ته هم بلنه هم ورکړه او هغوی نن د بنګله دیش په لوري روان شول.

هغه زیاته کړه چې دوی د بنګله دیش کرکټ بورډ سره په پرله پسې په اړیکو کې وو، څو افغان لوبغاړو ته په یاد لیګ کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړي.

نوموړي وویل چې تر محمد نبي وروسته دوو نورو افغانو لوبغاړو تیز توپ اچوونکي شاه پور ځدران او سپن توپ اچوونکی سمیع الله شینواري ته په یادو سیالیو کې د لوبیدا چانس ورکړل او دواړه لوبغاړي به د خولنا رایلز په لوبډله کې ولوبیږي.

د کرکټ دغه سیالۍ د بنګله دیش کرکټ بورډ په نوښت تیر کال پیل شوي دي او اوس یې ددویم کال سیالۍ ترسره کیږي.

د بنګله دیش کرکټ بورډ لخوا اوه  لوبډلې جوړ شوې دي چې هره لوبډله د بیلا بیلو شرکتونو او یا ددغه هیواد د سوداګرو لخوا اخیستل شوي او هغوی بیا د بنګله دیش او نورو هیوادونو لوبغاړي د پیسو په بدل کې د خپلې لوبډلې لپاره اخلي.

ټاکل شوې ه، چې په دې سیالیو کې د پاکستان تر لسو زیات لوبغاړي ګډون وکړي،خو دپاکستان او بنګله دیش ترمنځ دسیاسي اړیکو دخرابوالي له امله پاکستان نن اعلان وکړ، چې یادو سیالیو ته خپل لوبغاړي نه لیږي.

د پاکستان د نه ګډون له اعلان سره سم د بنګله دیش د کرکټ بورډ مسوولینو د افغانستان کرکټ بورډ او لوبغاړو سره اړیکه نیولې وه او ورته یې په دې سیالیو کې دګډون بلنه ورکړه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.