ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناامنيو د کندهار د کانونو د استخراج مخه نيولې

ناامنيو د کندهار د کانونو د استخراج مخه نيولې

author avatar
19 Jan 2013 - 14:48
ناامنيو د کندهار د کانونو د استخراج مخه نيولې
author avatar
19 Jan 2013 - 14:48

کندهار (پژواک ٣٠ مرغومى ٩١): د کندهار د کانونو رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د پر له پسې ناامنيو له امله د کانونو د تثبيت په موخه سروې ګانې او څېړنې نه دي شوې او نه يې هم په مسلکي توګه د را ايستو هڅې پيل شوې دي.

کندهار د هېواد په سوېل کې له هغو ولايتونو څخه دى، چې په خپله غېږه کې د قيمتي توکو پراخ کانونه لري.

د کندهار د کانونو رياست چارواکي وايي، ناامني او خپلسري د دې لامل شوې، چې په دغه ولايت کې تر يو شمېر کانونو پورې د زور واکو لاسونه ورسېږي او په ناقانونه توګه کيندنې وکړي.

په ياد ولايت کې د شته کانونو په اړه، د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي د جيولوجي څانګې استاد انجنير شېرشاه رشاد له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، چې په دغه ولايت کې درې ډوله کانونه شته، چې کريمه احجار، نجيبه فلزات او ساختماني مواد په کې شامل دي.

هغه زياته کړه، د کندهار په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځو برخو کې ډېر کريمه احجار او نجيبه فلزات شتون لري، چې کلونه وړاندې تثبيت شوي دي.

دى وايي، د انګرېزانو په دوره کې وايټر بيليو د کندهار ولايت شمالي برخې ته سفر کړى و او په خپل يادښت کې يې په دې سيمه کې د طلايي کانونو يادونه کړې ده.

د نوموړي په وينا، د يو شمېر اسنادو پر بنسټ د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د اوسپنې او مرمرو ډېر کانونه شتون لري، خو په دې اړه نه کومه رسمي سروې شوې او نه هم استخراج.

رشاد دغه راز وويل، د کندهار له شمال ختيځ څخه تر شمال لوېديځ پورې د مګني تيت په نوم د يو ډول پيازي رنګه لعل کان شته، چې په ښځينه ګاڼو کې کارول کېږي.

هغه زياته کړه، د دې سيمې د جيولوجيکي نقشې جوړولو په موخه لومړى انګرېزانو د زابل له کلات ښار څخه تر هلمند ولايت پورې څېړنې وکړې، وروسته بيا فرانسويانو له ١٩٥٦ څخه تر ١٩٦٠ زېږديز کال پورې دلته څېړنې وکړې، چې اسناد يې په پلازمېنه کابل کې د کانونو او صنايعو په وزارت کې پراته دي.

دى وايي، اوس هم د هېواد په شمالي برخو کې يو شمېر جيولوجيستان د کانونو د تثبيت په موخه څېړنې کوي، خو کندهار چې د هېواد دويم لوى ولايت دى، دغه راز چارې په کې په ټپه ولاړې دي.

رشاد پر ځايي دولتي چارواکو هم نيوکه وکړه، چې مرکزي دولت يې نه دى اړ ايستلى، چې په کندهار کې شته کانونه استخراج کړي، تر څو هم اقتصادي ګټه ترلاسه شي او هم په زرګونو ځوانان په کار شي.

د کندهار د کانونو رييس انجنير محمدنبي صديقي هم وايي، چې په کندهار کې د کانونو پراخې زېرمې شته، خو د نا امنيو له امله يې نه د تثبيت څېړنې شوې او نه يې د استخراج لپاره کوم کار شوى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په کندهار ښار او يو شمېر سيمو لکه ميوند، نېش، معروف، دره نور او ښوراندام کې د قيمتي ډبرو لکه مرمر، د ډبرو سکاره، فلورايډ او کرومېټ کانونه شتون لري.

نوموړي زياته کړه: ((د دې تر څنګ په کندهار کې د سمينټو ٨٠ سلنه کانونه شته، که په دې برخه کې کار وشي، نو نه يوازې کندهار بلکې ټول هېواد به پر خپلو سمينټو بسيا شي او د نورو هېوادونو سمينټو ته هېڅ اړتيا نه پيدا کېږي.))

خو هغه دا هم وويل، چې پر له پسې ناامنۍ لامل شوې، چې په ځينو سيمو کې زورواکان په ناقانونه توګه کيندنې وکړي.

صديقي وايي، يو شمېر کړۍ د کندهار د دامان ولسوالۍ په ښور اندام سيمه کې په خپلسري توګه کيندنې کوي، چې په دې اړه ولايت مقام تر لسو ډېر مکتوبونه لېږلي، خو تر اوسه د دې کار مخنيوى نه دى شوى.

هغه ډاډ ورکړ، چې دغه راز ستونزې يې د کانونو له وزير وحيدالله شهراني سره، چې څو ورځې وړاندې يې کندهار ته سفر کړى و، شريکې کړې او د پخوا په پرتله به دلته د کانونو تثبيت او استخراج ته پاملرنه زياته شي.

د هېواد د کانونو وزير وحيدالله شهراني، چې څو ورځې مخکې يې کندهار ته سفر کړى و، پژواک اژانس ته وويل، هڅه يې دا ده، چې په دغه ولايت کې يو شمېر کانونه استخراج کړي.

نوموړي زياته کړه، د معلوماتو پر بنسټ د کندهار په بېلابېلو سيمو کې د ډبرو سکاره موجود دي، د هغوى هڅه دا ده، چې دلته د ډبرو سکاره را وباسي.

نوموړي هم تاييد کړه، چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ډبرو د سکرو تر څنګ بېلابېل معدنونه لکه فلورايډ او نور موجود دي، هغوى به يو شمېر پانګوال وهڅوي، چې کندهار ولايت ته راشي او دلته له نږدې ځيني کانونه وګوري.

د شهراني په وينا، که په کندهار کې د ډبرو سکاره او نور معدنونه را وايستل شي، په دغه ولايت کې به د برېښنا ستونزه هواره او دغه راز به د پاکستان او ايران پر سمينټو تکيه هم کمه شي.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا هم وايي، چې په دغه ولايت کې د زېرمو را ايستل کولاى شي، د نورو ستونزو ترڅنګ د برېښنا ستونزه هم په بشپړه توګه له منځه يوسي او د ډبرو د سکرو په مرسته کندهار له تلپاتې برېښنا څخه برخمن شي.

هغه دغه چاره په دغه ولايت کې د نورو فابريکو د پرانيستې لپاره هم مهمه وګڼله او ويې ويل، چې د کانونو له استخراج سره پانګوال په هماغو برخو کې نوې فابريکې پرانيستلى شي، چې له مخې به يې په بېلابېلو برخو کې زرګونو بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

څو ورځې وړاندې په کندهار کې د کانونو او صنايعو د امريت لپاره نوې جوړ شوې ودانۍ هم پرانيستل شوه.

چارواکي تمه ښيي، چې د نوې ودانۍ په جوړولو سره به د دغې ادارې اړوندې چارې چټکې شي او د کانونو د تثبيت او استخراج په برخه کې هم به هم اړوند کارونه د پخوا په پرتله ښه تر سره شي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.