لښکرګاه (پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه،٩١) : د هلمند پوليسو ددغه ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې طالب ضد پاڅون کوونکو ته له خپلو سيمو څخه ددفاع په موخه ٣٠ ميله وسله ورکړې ده.
د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج سيمې لسګونه اوسېدونکي تېره اونۍ وروسته له هغه د طالبانو پر ضد پاڅېدل او هغوى يې له خپلو سيمو وشړل، چې هغوى ديوه سيمه ييز قومي مشر او سپين ږيري سپکاوى وکړ.
د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې تېره ورځ له يو شمېر نورو ځايي چارواکو سره د نهر سراج د الکوزو سيمې ته ولاړل او پاڅون کوونکو ته يې د هغوى دامنيت دخونديتوب په موخه ٣٠ ميله وسلې ورکړې.
هغه زياته کړه ، چې په همدې وخت کې د يادې سيمې دېرش تنه ځوانان حاضر شول ، چې يادې وسلې د سيمه ييز پوليسو په نوم واخلي، څو د خپلې سيمې ساتنه وکړي.
د الهام په وينا، پوليس او ټول امنيتي ځواکونه به ددې خلکو تر شا ولاړ وي او د هرډول ستونزو پر مهال به ورسره مرسته کوي.
امنيه قوماندان دا هم وويل ، چې په همدې سيمه کې شاوخوا ١٥٠٠ کورنۍ مېشتې دي، چې له کلونو کلونو راهيسې په نا امنۍ کې يې ژوند کاوه ، خو دالکوزو د سيمې د خلکو پاڅون به دوى ته هم ددې لاره برابره کړي ،چې نور دطالبانو ظلم څخه وژغورل شي.
نوموړي زياته کړه ،چې د يادې سيمې ټول کرل شوي کوکنار به له منځه يوسي،ځکه ددولت وسلوال مخالفين د همدې کوکنارو له حاصلاتو څخه ګټه پورته کوي.
د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې د سيمې له اوسېدونکو څخه ددې غوښتنه هم وشوه ، چې خپل سيمه ييز طالبان راولي او د سولې له پروسې سره يې يوځاى کړي.
که څه هم پاڅون کوونکي ددولت پر ملاتړ شکمن دي، خو د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار ښادي خان پژواک ته وويل، په لومړۍ ورځ چې يې څنګه ژمنه کړې، پر هغې به تر وروستي بريده پورې ولاړ وي او د خلکو ملاتړ ته به ادامه ورکوي.
هغه له ځوانانو وغوښتل، چې له وسلو او امکاناتو څخه سمه ګټه پورته کړي او د خپلو سيمو سمه ساتنه وکړي.
د سفر محمد په نامه ددې سيمې يوه قومي مشر د وسلو تر لاسه کولو پرمهال قوماندان ته ډاډ ورکړ، چې ځوانان به يې په سيمه کې ښه چلند کوي، امنيت به ساتي او ددولت دمخالفينو مخنيوى به کوي.
د نوموړي په وينا، طالبانو يې د کورونو په شاوخوا ځمکو او ټوله سيمه کې سلګونه ماينونه خښ کړي وو، چې له امله يې ځايې اوسيدونکي له کور څخه نه شي وتلى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن