کابل (پژواک ، دسلواغې لومړۍ نېټه ٩١): ولسي جرګې تر دوه ځله ردولو وروسته ، نن په خپله فوق العاده غونډه کې د روان مالي کال د بوديجې طرحه تصويب کړه او حکومت ته يې د ٧سترو پروژو لپاره د پور اخيستو اجازه ورکړه.
مالي کال يوه مياشت مخکې ( د مرغومي په لومړۍ نېټه ) پيل شوى دى .
د دې کال د بوديجې طرحه د مشرانو جرګې تر تاييد وروسته د لېندۍ په اتمه د ماليې وزير ولسي جرګې ته وړاندې کړه، خو ولسي جرګې په لومړي ځل د مرغومي په دويمه او په دوهم ځل د مرغومي په ٢٧مه د ځينو دلايلو له مخې رد کړه.
ولسي جرګې په ياده طرحه کې د ولايتونو ترمنځ د بوديجې په وېش کې نه انډول، جمهوري رياست ته د لوړې عادي بوديجې ورکړه، د عايداتي او داسې پروژو نه شتون ،چې خلکو ته په کې کار پيدا شي، د دې طرحې د رد دلايل بللي و.
حکومت تر دويم ځل رد وروسته ، تېره ورځ د بوديجې طرحه يو ځل بيا تر ځينو بدلونونو وروسته د تصويب په موخه ولسي جرګې ته واستوله.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د ماليي او بوديجي کمېسيون مشر اميرخان يار وويل ، چې تېره ورځ د ولسي جرګې د کمېسيونونو په غونډه کې پر يادې طرحې بحث شوى او ټولو يې په اړه موافق نظر درلود.
د يار په وينا،حکومت د ولسي جرګې لخوا د يادې طرحې تر ردولو وروسته ، شته امکاناتو ته په پام سره د جرګې وړانديزونه په پام کې نيولي دي.
ده د بېلګې په توګه وويل چې د زابل د هوايي ډګر جوړول او د غزني ولايت د جاغوري او ګيلان ولسواليو ترمنځ د سړک پخول په ياده طرحه کې شامل شوي دي .
يار وويل ، چې حکومت د يوې طرحې له مخې، ولسي جرګې ته وړانديز کړى ، چې د اووه سترو پرژو لپاره د پور اخيستو اجازه ورکړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په يادو پروژو کې د ګردن ديوال په نوم د هرات – باميانو سړک ، د کونړ ، د بدخشان د کوکچې ، د بغلان د کيله ګي او د فراه د بخش اباد د بريښنا بندونه او دغه راز د کندهار_ سپين بولدلک او د ننګرهار – لندي کوتل د اوسپنې د پټليو غځول شامل دي .
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وويل ، چې مرستندويه سرچينې د افغانستان د سترو پروژو لپاره پيسې نه ورکوي ، نو ځکه په کار ده ، چې دولت له بهرنيو سرچنيو پور واخلي.
د بوديجې په ياده طرحه کې ٧٥ ميليون امريکايي ډالره د کابل بانک د بوديجې د کسر لپاره په پام کي نيول شوي دي.
کابل بانک شاوخوا درې کاله مخکې د ناسمو پورونو له امله له مالي بحران سره مخ شو. وروسته ددې بانک يوه برخه پر ماليې وزرات پورې وتړل شوه او بله برخه يې تر پلټنو لاندې ده .
د ولسي جرګې ځينو غړو نيوکه کوله ، چي ياد ٧٥ مېليون ډالره د دې پرځای ، چې د هيواد په بيارغونه کې ولګول شي د کابل بانک په پورونو کې ورکول کيږي.
زاخېلوال وويل، چې د افغانستان بانک د کابل بانک په پورونو کې پيسې ورکړې دي او اوس دغه ٧٥ ميليون ډالره د افغانستان بانک پانګې ته ورځي .
د ده په وينا، که ولسي جرګې د بوديجې په طرحه کې دغه پيسې تاييد نه کړي، نو د پيسو نړيوال صندوق ( IMF) بيا له افغانستان سره مرستې نه کوي.
زاخېلوال وويل، چې د افغانستان د ټولو اړتياوو پوره کول ډېرو پيسو ته اړتيا لري ، خو د بوديجې طرحه د امکاناتو پر بنسټ جوړه شوې ده.
د روان مالي کال لپاره ١٩٦،٣ ميليارده افغانۍ عادي او ١٥٧،٧ ميليارده پراختيايي بوديجه په پام کې نيول شوې ده .
زاخيلوال وايي،چې په بوديجه کې د ولايتونو تر منځ انډول په پام کې نيول کيږي او دا داسې چې يو کال يو شمېر او بل کال بل شمېر ولايتونو ته ډېره بوديجه ځانګړې کيږي .
وروسته د و لسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې له حاضرو ١٣٠ غړيو څخه ١٢٨ تنو دې طرحې او د ٧ يادو سترو پروژو د پور اخيستو لپاره د تاييد رايه ورکړه.
دافغانستان د اساسي قانون د ٩٠ مادې له مخې ، د دولتي بوديجې تصويبول او د پور اخيستو يا وركولو اجازه د ملي شورا له واکونو څخه دي .
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن