ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست ښار کې ډېرى امنيتي موانع لرې کړاى شوي

په خوست ښار کې ډېرى امنيتي موانع لرې کړاى شوي

author avatar
20 Jan 2013 - 13:41
په خوست ښار کې ډېرى امنيتي موانع لرې کړاى شوي
author avatar
20 Jan 2013 - 13:41

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوی د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وویل، چې نن يې د هغو موانعو د لرې کولو کمپاين پیل کړی، چې د امنيه قوماندانۍ شاوخوا ته ايښودل شوي وو.

د هغه په وينا، په دې سره به د خوست ښار ټول هغه سړکونه خلاص شي، چې تر دې مهاله ترې چا ګټه نه شوه پورته کولای.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز به په دې سره د خوست ښار ګڼه ګوڼه هم را کمه شي او ښاريان به په ډېرې اسانۍ سره پر سړکونو تګ راتګ کوي.

د باقي زوی په خبره، دوی غواړي له ټول ښار څخه هغه موانع لرې کړي، چې د امنيت په موخه د امنيتی ارګانونو له لوري ايښودل شوي دي.

د خوست ښار يوه دوکاندار ميرولي جان پژواک اژانس ته وویل: ((زه خوشال یم، چې وروسته له ډېرې مودې د خوست ښار هغه سړکونه پرانېستل کيږي، چې دوی په کې تګ راتګ نه شواى کولای.))

د هغه په وينا، دا د خوست ښاريانو لپاره ډېره سخته وه، چې د امنیه قوماندانۍ شاوخوا سړکونه بند او ښاريانو ترې ګټه نه شواى پورته کولای.

د خوست ښار يو اوسیدونکى اجمل وايي، چې د سړکونو د تړلو له امله هغه واټن، چې د لسو دقيقو وي، په خوست ښار کې د موانعو له امله يو ساعت نيوه.

ده زياته کړه، اوس چې امنيه قوماندانۍ د دغه موانعو د لرې کولو کمپاين پیل کړی، ډېر خوښ دى، چې په دې سره به د ښار ټول سړکونه خلاص شي.

خوست امنيه قوماندانۍ د خوست ښار په زړه کې موقعيت لري، چې د اېښودل شوو موانعو له امله يې د دغه ښار څلور سړکونه تړل شوي وو.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.