کابل(پژواک٢سلواغه ٩١) : د افغانستان د زندانونو لوى مشر د يوناما هغه راپور رد کړ، چې ويلي وو د افغانستان په زندانونو کې د پلټنو پر مهال زندانيان وهل او ټکول کيږي.
دغه راپور پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت ( يوناما) خپور کړ .
يوناما ويلي ، چې دغه راپور يې د يو کال په موده کې ( ۲۰۱۱ کال اکتوبر نه د ۲۰۱۲ کال تر اکتوبر) پورې په هغو زندانونو کې د بنديانو پر حال چمتو کړى ، چې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا اداره کيږي .
په راپور کې راغلي ، چې په ياده موده کې د ملګرو ملتونو پلټونکو د افغانستان په زندانونو او توقيف ځايونو کې د څه له پاسه ۶۳۵ بنديانو خبرې کړي او هغوى ورته ويلي ، چې له دوی سره ناوړه چلند کېږي او يا هم وهل او ټکول کېږي.
د ملګرو ملتونو په ياد راپور کې ١٤ هغه ناوړه چلندونه او لارې چارې په ګوته شوي ، چې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا له زندانيانو سره کيږي .
د بېلګې په توګه په راپور کې راغلي ، چې په ناوړه چلندونو کې د برېښنا ټکانونه او د کيبل او کوتک وهنې ترڅنګ جنسي تيري هم شامل دي .
خو د افغانستان د زندانونو عمومي مشر مل پاسوال اميرمحمدجمشيدي د ملګرو ملتونو ياد راپور په کلکه رد وي او وايي ، چې د زندانيانو د وهلو لپاره اصلا کومه انګيزه نشته .
هغه د سلواغې په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته زياته کړه ، چې د هېواد په زندانونو کې سره له دې ، چې له زندانيانو سره بد سلوک نه کيږي ، زندانيانو ته د ښوونې او روزنې ترڅنګ حرفوي زده کړې هم ورکول کيږي .
جمشيدي زياتوي : ((دا خبره هېڅ ريښتيا نه ده ، چې په زندانونو کې زندانيان وهل کيږي .))
ده وويل ، چې د افغانستان د زندانونو دروازې د رسنيو او ملګرو ملتونو د پلټونکي ګروپ پر وړاندې پرانېستې دي او هر وخت کولاى شي ، له نږدې زندانيان مشاهده کړي، ترڅو حقيقت ټولو ته ښکاره شي .
د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت په راپور کې راغلي ، چې يوناما تېر کال هم ورته راپور خپور کړى او له افغان حکومت څخه يې غوښتنه کړې وه ، چې په دې برخه کې اړونده مسوولينو ته لارښوونه او سپارښتنې وکړي.
د يوناماد بشري حقونو د څانګې مشرې جورجيت ګنيان ويلي: “يوناما دا موندلې ده، چې د شکنجې عاملين په څوپلټونو کې په پرله پسې ډول له عدم احتساب سره مخ دي او هغه نور چې د دې مسووليت لري تر هيڅ عدلي تعقيب لاندې نه دي راغلي. “
هغې زياته کړې ، چې په زندانونو کې دغه وهنه او ټکونه يواځې د روزنې او پلټونو له لارې پاى ته نه رسيږي، بلکې افغان حکومت بايد په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي، ترڅو ددې شکنجو مخه ونيول شي .
سرچينه ليکي ، ربړونه لکه څرنګه چې تعريف شوي دي د افغانستان او د نړيوال قانون د حکمونو له مخې ممنوع ده، خو دې ځان ته د سپکاوي د تحقيقاتو د تخنيکونو شکل غوره کړی، چې هغه کې افغان اړوندو مسوولينوتوقيف شوي کسان د زيات درد او زجر سره مخ کړي، څو چې د استنطاق پر مهال توقيف شوي کسان اعتراف ته اړ او معلومات تر لاسه کړي.
خو د ولسمشر حامدکرزي وياند ايمل فيضي رسنيو ته ويلي ، چې د افغان دولت اداره د وهلو او ټکولو کړنکلاره نه لري .
فيضي ژمنه کړې، چې د شکنجو د هغو دوسيو په اړه به حکومت څېړنې وکړي، چې راپور يې ورکړل شوی دی.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن