ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يو کيلو ګاز بيه ۵۵ افغانۍ وټاکل شوه

د يو کيلو ګاز بيه ۵۵ افغانۍ وټاکل شوه

author avatar
21 Jan 2013 - 12:51
د يو کيلو ګاز بيه ۵۵ افغانۍ وټاکل شوه
author avatar
21 Jan 2013 - 12:51

کابل (پژواک ۲ سلواغه  ۹۱): د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو رياست له خوا نن په کابل ښار کې د يو کيلو اوبلن ګاز بيه ۵۵ افغانۍ وټاکل شوه.

دا مهال په کابل ښار کې يو کيلو اوبلن ګاز له  ۶۵ افغانيو نيولې تر ۷۰ افغانيو پورې پلورل کېږي.

دا په داسې حال  کې ده، چې نږدې يوه مياشت وړاندې  د کابل په بېلابېلو برخو کې يوه کيلو اوبلن ګاز تر ۷۵ افغانيو پورې پلورل کېده. د نفتي توکو رياست د مداخلې له امله يې بيه بېرته راښکته شوه.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفي توکو عمومي رييس انجنير فريدالله شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، د هغې ناستې له مخې، چې نن سهار مو  د ګاز  له واردوونکو سره درلوده، تصميم ونيو ل شو، چې سر له سبا ورځې به په ښار کې د يو کيلو اوبلن ګاز بيه ۵۵ افغانۍ وي.

د هغه په وينا، دغه بيه په شخصي او دولتي هټيو کې د پلي کېدو وړ ده  او کلکه څارنه به ترې کېږي.

شېرزي زياته کړه، چې د اوبلن ګاز واردوونکو ژمنه کړې، چې يو کيلو اوبلن ګاز به وروسته له دې په عمده توګه په ۴۷ افغانۍ پلوري.

يو شمېر ښاريان د ګازو له نوې ټاکل شوې بيې خوښ دي، خو د دې پرېکړې د عملې کېدو په برخه کې شک څرګندوي.

د خيرخانې مېنې د لومړۍ برخې اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل: ((نږدې يوه مياشت کېږي چې يوه کيلو ګاز په ۷۰ افغانۍ اخلم، ښه شوه چې اوس يې بيه راښکته شوه، خو په دې شرط چې دغه پرېکړه عملي هم شي.))

هغه ادعا کوي او وايي، هر وخت چې د ګاز بيه ټاکل کېږي، نو د ښار په ټولو برخو کې په يو  ډول نه عملي کېږي.

د لومړي مکروريان اوسېدونکې پري ګل هم دغه نوې پرېکړه ښه اقدام وباله  خو زياته يې کړه، چې د نفتي توکو رياست بايد په دې اړه جدي کنټرول وکړي او له سرغړونکو سره دې قانوني چلند وشي.

خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو لوى رييس وويل، چې نن ورځ به د دغه رياست ډلې ښار ته ولاړې شي او په ګاز پلورونکو به نوې نرخپاڼې ووېشي.

هغه ګواښ وکړ، که چېرې کوم پلورونکی سر غړونه وکړي او نوې نرخپاڼه مرعات نه کړي؛ نو سخت چلند به ورسره وشي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.