ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې تر ٦٠٠ ډېر روږدي کسان بنديان دي

هرات کې تر ٦٠٠ ډېر روږدي کسان بنديان دي

author avatar
22 Jan 2013 - 11:20
هرات کې تر ٦٠٠ ډېر روږدي کسان بنديان دي
author avatar
22 Jan 2013 - 11:20

هرات (پژواک ٣ سلواغه ٩١): د هرات ولايت په زندان کې ٢٠ تنه پر نشه يي توکو روږدي کسان له يوه روغتيايي مرکز څخه په داسې حال کې فارغ شول، چې په ياد زندان کې ٦٣٠ نور زندانيان هم شپې ورځې تېروي.

د درملنې دغه مرکز ٢٠ بستره لري، چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) له خوا د سل زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.

د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر حيات الله حبيب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د (UNODC) ادارې ورسره د يوه کال لپاره د درملنې امکاناتو او وسايلو برابرولو قرارداد کړى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه مرکز په يو وخت کې د ٢٠ ناروغانو د درملنې وړتيا لري.

د هرات د مرکزي زندان مشر مل پاسوال شاه مير اميرپور وايي، چې دغه د هېواد په کچه د روږدو کسانو لومړنى مرکز دى، چې په درېيو اونيو کې د ٢٠ تنو روږدو درملنه کولاى شي.

هغه پژواک ته وويل، چې د هرات په زندان کې ٦٣٠ زندانيان شتون لري، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د دوى ټولو درملنه وشي.

اميرپور زياته کړه، چې ټول روږدي کسان د پنځو ډاکټرانو له خوا ٢٤ ساعته تر درملنې لاندې وي.

د هرات د زندان رييس څرګنده کړه: “هغه ټول روږي کسان، چې روغتيا مومي، د زندان په يوه ځانګړي ځاى ساتل کېږي او ورته د حرفوي کار زمينه برابروو، څو بيا په نشه روږدي نه شي.”

نن له روغتون څخه هغه ٢٠ معتادين فارع شول، چې همدلته يې درملنه شوې وه او ځانګړي ځاى ته ولېږدول شول.

د دوى له ډلې څخه ٢٤ عبدالقيوم پژواک ته وويل، دى ١٢ کلن و، چې په ايران کې پر هيرويينو روږدى شو او شپږ مياشتې وړاندې د شپږو کلونو لپاره د غلا په جرم زنداني شو.

هغه زياته کړه: “يوه ښځه او دوه ماشومان لرم، دا چې اوس روغ شوى يم، راته يوه نوى ژوند راکړل شو او له خداى پاک څخه منندويم.”

دې کس په دې هکله، چې نشه يي توکي له کومه ځايه لاس ته راوړي؟ څه ونه ويل.

خو د زندان رييس ومنله، چې د تلاشۍ سم سيستم نه لري او د دوى پايوازان نشه يي توکي د بدن په مخصوصو ځايونو کې ورته راوړي.

هغه وويل، چې د مخنيوي ښه لاره دا ده، چې د دوى د زندان ساتونکو ته د تلاشۍ عصري وسايل په لاس کې ورکړل شي.

اميرپور زياته کړه، چې مخکې په ياد زندان کې ٨٠٠ زندانيانو شتون درلود، چې د دوى له ډلې څخه يې ١٧٠ تنو د نصيحت او تبليغاتو له لارې له نشه يي توکو څخه لاس اخيستى دى.

نوموړي وويل، چې د هرات په زندان کې د ١٤٧ ښځو په ګډون ټولټال ٢٩٥٠ کسان بنديان دي، خو په نشه روږدې ښځې په کې نشته.

د هرات د بشري حقوقو کميسيون مشر غلام قادر رحيمي وايي، چې تداوي د هر روږدي کس بشري حق دى او د دغه شان کلينيکونو جوړول يو مثبت ګام دى.

هغه هيله څرګنده کړه، چې بايد په ټول هېواد کې پر نشه روږدو کسانو ته د ناروغ په سترګه وکتل شي او د دوى درملنه وشي.

د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مشر غلام جيلاني دقيق وويل، چې په زندان کې دغه کلينيک د دوى په همغږى جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په هرات کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره يو روغتون او شپږ کلينيکونه، چې ټولټال ٢٢٠ بستره لري، خو دا ټول بسنه نه کوي او بايد يو ٢٠٠ بستريز روغتون ورغول شي، تر څو په دوامداره توګه يې درملنه وشي.

دقيق وويل، تر اوسه يوه کره سروې نه ده شوې، خو د دوى د څېړنو له مخې په هرات کې له ٦٠ زرو څخه تر ٧٠ زرو پورې په نشه يي توکو روږدي کسان شتون لري.

 د رسمي شمېرو له مخې، په ټول افغانستان کې شاوخوا يو ميليون کسان په نشه يي توکو روږدي دي او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې اوسمهال دولت د شپږ سلنې درملنې وړتيا لري، خو تر راتلونکو څو کلونو پورې په دغه کچه څلويښت سلنې ته لوړه شي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.