ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر په زندانو کې د شکنجې څېړنې ته پلاوى وګوماره

ولسمشر په زندانو کې د شکنجې څېړنې ته پلاوى وګوماره

author avatar
22 Jan 2013 - 15:43
ولسمشر په زندانو کې د شکنجې څېړنې ته پلاوى وګوماره
author avatar
22 Jan 2013 - 15:43

 کابل (پژواک ۳ سلواغه ۹۱): ولسمشر کرزي د هېواد په زندانو او توقيف ځايونو کې له بنديانو سره د ناوړه چلند او شکنجې په اړه د ملګرو ملتونو د خپور شوي راپور د څېړنې په موخه يو پلاوی وګوماره.

د ولسمشر د وياند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوی د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار د خپلواک کمېسيون د مرستيال عبدالقادر عدالتخواه په مشرۍ جوړ شوى، چې په کې د کورنيو چارو وزارت حقوقي سلاکاران، د ملي امنيت عمومي رياست، د ولسمشرۍ رياست د عدلي او حقوقي چارو د سلاکار بورډ با صلاحيته استازی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رييس يې غړيتوب لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوی په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د استازو په ګډون ګومارل شوی، څو د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت عمومي رياست په زندانونو او توقيف ځايونو کې د زندانيانو د ربړونې د څرنګوالي، بد چلند، په مرګ د ګواښلو په اړه، چې د ملګرو ملتونو په راپور کې هم راغلي، څېړنه وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پلاوي ته دنده ورکړل شوې، چې د دې ډول پېښو رامنځته کېدل د هغو له عاملينو سره د بېلابېلو امکاناتو په کارونې تشخيص او خپلې لاسته راوړنې د دوو اونيو په اوږدو کې د وروستيو تدابيرو د نيولو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو مرستندوى سياسي دفتر (يوناما) په خپل تازه راپور کې تېره ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان په محبسونو کې د څېړنو پر مهال له بنديانو سره ناسم چلند کېږي.

دا په داسې حال کې ده، امريکا دوې اونۍ وړاندې دغه هېواد ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال ومنله، چې د بګرام زندان ټول مسووليت او هغه کسان چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا نيول کېږي، تر ۹۶ ساعتونو پورې به يې افغان لوري ته سپاري.

افغان چارواکي دغه راپور ردوي، خو ايساف يې تاييدوي او وايي، چې په همدې دليل يې د زندانونو سپارل ځنډولي او ټول هغه راپورونه چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه خپاره شوي، په جدي ډول تعقيبوي.

د يادونې ده، چې امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز د مرغومې په ۲۸مه نېټه په کابل کې د امريکايي چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې افغان چارواکو ته د زندانونو سپارلو لړۍ يو ځل بيا زندانيانو ته د شکنجې ورکولو له امله ځنډېدلې، چې د امريکا په دغه کار سره به د دواړو هېوادونو اړيکې يو ځل بيا خرابې شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.