کابل (پژواک ۳ سلواغه ۹۱): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې د امريکا متحده ايالتونه بايد ډېر د کابل او واشنګټن ترمنځ د شوو موافقو په ځانګړي ډول د بګرام زندان په اړه د شوې هوکړې په عملي کولو کې اقدام وکړي.
د ولسمشر د ويندوى دفتر له خوا په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي دغه څرګندونې تېر ماښام د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازولۍ له سرپرست ډيويد پيرس سره په کابل کې په ليدنه کې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ډيويد پيرس امريکا ته د افغان ولسمشر له وروستي سفر نه هم يادونه وکړه او هغه يې د يو مهم سفر په توګه ياد کړ.
حامد کرزي له پيرس سره په خبرو کې د امريکا د خلکو او حکومت له ښې مېلمه پالنې، چې امريکا ته د لوړپوړي افغان پلاوي د سفر پر مهال يې کړې وه، مننه وکړه او ويلي يې دي، چې د امريکا حکومت بايد ډېر زر د دغو هوکړو په عملي کولو کې اقدام وکړي؛ ځکه چې ځنډ به يې د افغانستان د خلکو د شک او وېرې لامل شي.
سرچينې ليکلي، چې ولسمشر کرزي په دې برخه کې په ځانګړي ډول د بګرام زندان په اړه د افغانستان بشپړ حاکميت ته اشاره کړې ده.
امريکا ته د حامد کرزي په سفر کې، چې نږدې دوه اونې وړاندې ترسره شو، دغه هېواد ومنله، چې د بګرام زندان ټول مسووليت به افغان حکومت ته سپاري او هغه کسان چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا نيول کېږي، تر ۹۶ ساعتونو پورې به يې افغان حکومت ته سپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو مرستدويه دفتر يوناما ديوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د افغانستان په زندانونو کې زندانيان له بېلابېلو شکنجو، لکه ناسم چلند، وهل ټکولو، برېښنايي شارټونو، د مرګ ګواښونو او نورو سره مخ دي.
افغان چارواکو دغه راپور رد کړ، خو ايساف ځواکونه هغه په ځای بولي او وايي، چې په همدې دليل يې د زندانونو سپارل ځنډولي دي او ټول هغه راپورونه چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه خپاره شوي، په جدي ډول تعقيبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز د مرغومې به ۲۸ مه نېټه په کابل کې د امريکايي چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې افغان چارواکو ته د زندانونو سپارلو لړۍ يو ځل بيا زندانيانو ته د شکنجې ورکولو له امله ځنډېدلې، چې د امريکا په دغه کار سره به د دواړو هېوادونو اړيکې يو ځل بيا خرابې شي.
امريکا ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال دغه هېواد په قطر کې د خبرو اترو لپاره د طالبانو د دفتر له پرانيستلو سره هم هوکړه وکړه.
د ولسمشر د وياند له دفتره په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي او پيرس هم د تېرې ورځې په کتنه کې د سولې د پروسې او په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د رامنځ ته کولو په اړه خپل نظريات تبادله کړل.
سرچينې ليکلي، چې ولسمشر کرزي يو ځل بيا د افغانستان د دولت نظر د قطر د دفتر په اړه روښانه کړ، ټاکل شوې چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره دغه دفتر په قطر هېواد کې رامنځته شي.
حامد کرزي ويلي، هغه طالبان چې په دغه دفتر کې د سولې د خبرو اترو لپاره ګډون کوي، بايد د طالبانو له تحريک نه استازولي وکړي او د هغوی د لارښودې مرجع تصديق له ځان سره ولري.
ولسمشر همدا راز ويلي، چې د دغه دفتر د پرانيستل کېدو د څرنګوالي، د سولې پروسې د وروستيو پړاوونو او د دغه دفتر د کار په اړه هم بايد د افغانستان، د امريکا متحده ايالات او قطر د دولتونو ترمنځ روښانه او ليکلی تفاهم شتون ولري.
ولسمشر کرزي په ډاګه کړې، چې د سولې په خبرو کې يواځې د سولې عالي شورا د افغانستان د خلکو استازولي کوي ځکه چې په وينا يې دغه شورا د افغانستان د خلکو د تصميم په پايله کې رامنځته شوې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن