ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې چاودنې شپږ پوليس ټپيان کړل

په هرات کې چاودنې شپږ پوليس ټپيان کړل

author avatar
23 Jan 2013 - 14:24
په هرات کې چاودنې شپږ پوليس ټپيان کړل
author avatar
23 Jan 2013 - 14:24

هرات (پژواک ۴ سلواغه ۹۱): د چټک غبرګون قطعي شپږ پوليس نن غرمه د هرات- اسلام قلعه پر لويه لاره  د چاودنې له امله ټپيان شول.

د هرات امنيه قوماندانۍ دامنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اسلام قلعه په لويه لار کې د پوليسو پر رينجر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې شپږ پوليس ټپيان دي او رينجر موټر يې هم ويجاړ شوی دی.

حميدي زياته کړه، چې تر اوسه ورته لومړني معلومات نه دي ور رسېدلي خو وايي چې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

خو د هرات يوه سرحدي پوليس، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې ياده چاودنه د هرات – اسلام قلعه پر لويه لار په زنده جان ولسوالۍ کې د چټک غبرګون قطعې د پوليسو پر موټر شوې او يو پوليس په کې وژل شوی دی.

د هرات د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر سمونوال نورخان نېکزاد وايي، چې  دغه پېښه د سړک غاړې ته پر يوه بايسکل د ځاى پرځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړې، چې په دې چاودنه کې شپږ پوليس ټپيان شوي او د درملنې په موخه روغتون وړل شوي دي.

خو د هرات د حوزوي روغتون د مطبوعاتو امر ډاکټر رفيق شېرزی وايي، چې  له دې پېښه اووه پوليس روغتونه ته ور وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.

نوموړي د ټپي پوليسو د روغتيايي حالت په اړه معلومات ورنه کړل.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.