ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند: په افغانستان کې له معاملې پرته د سولې غوښتونکي يو

هند: په افغانستان کې له معاملې پرته د سولې غوښتونکي يو

author avatar
25 Jan 2013 - 14:18
هند: په افغانستان کې له معاملې پرته د سولې غوښتونکي يو
author avatar
25 Jan 2013 - 14:18

نوی ډيلي  (پژواک ٦ سلواغه ٩١): د هند د بهرنيو چارو وزير له افغانستان او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې په راتګ کې دی، د افغانستان د خلکو په حقونو د معاملې کولو څخه ډډه وشي.

د هند بهرنيو چارو وزيرشيری سلمان خورشيد ( Shari Salman Khurshid) په نوي ډلي کې د افغاني رسنيو د يوه ۱۳ کسيز پلاوي سره په کتنه کې وويل چې د طالبانو سره خبری اتری د افغانستان کورنۍ مسئله ده مګر د سولې د پروسې سره د طالبانو د يوځای کولو لپاره بايد د افغانستان او نړيوالي ټولنې له خوا په شرايطو معامله ونه شي.

خورشيد وويل ، چې د بشري حقونو ، د ښځو د حقونو او د بيان د ازادی حقونه بايد د سولې قرباني نه شي ، ده په افغانانو غږ وکړ :(( هغه حقونه ، چې په خپله مو لاسته راوړي د هغو په ساتلو کې محتاط اوسئ.))

وزير زياته کړه چې هغه کسان چې د افغانستان اساسي قانون ومني او له تاو تريخوالي لاس واخلي او د سولې د پروسې سره يوځای شي ، هند یې ملاتړ کوي.

ده وويل : ((هند له طالبانو سره د خبرو اترو پرته بل بديل او د حل لاره نه لری د همدې امله د  پخلاينې د پروسې ملاتړ کوي او افغانستان په دې برخه کې بايد په خپله د حل لاره  وه مومي .))

خورشيد په افغانستان کې سوله د سيمې د هېوادونو په ګټه وبلله ده وويل چې سوله کولی شي ، افغانستان د مرکزي او جنوبي اسيا په اقتصادي دهليز بدل کړي ، په افغانستان کې ثبات او ټينګښت راولي او هند ته د انرژي په لیږد کې مرسته وکړي.

د هند د بهرنيو چارو وزير  له افغانستان سره د مرستو په اړه وويل چې هند د اوس او تیر په څير له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره  د مرستي ژمن دی. دی وایی که څه هم نړۍ د اقتصادي بحران سره مخ ده خو د افغانستان مرسته د هند په لومړيتوبونو کې ده.

خورشيد وويل ،چې د هند رول په افغانستان کې  د هغو اړتياوو په بنسټ برابر شوی چې افغانان يې غوښتنه کوي.

په ډې اړه وزير وويل : ((د افغانستان د ستونزې په حل کې له افغانانو څوک ، ښه نه پوهېړي ، دوی په خپلو اړتياو ښه پوهيږي او دوی خپل هېواد په خپله ښه جوړه ولای شي.))

نوموړي د هند  رول  د افغانستان د بنسټيزو پروګرامونو  په برخه کې د پاملرنې وړ وباله او د سلما بند او د ملي شورای د ودانۍ جوړونه ، د افغانانو روزنه او د افغانانو د ظرفيتونو د لوړولو په اړه يې د هند د مرستو يادونه وکړه.

د افغانستان سره د هند د مرستو په اړه وزير وويل چې د هند رول په افغانستان کې ددې لپاره نه دی چې د افغانستان څخه يو څه تر لاسه کړي ، بلکې ددي لپاره دی ،چې افغانستان د هند د همکارۍ نه ګټه پورته کړي.

ده وويل چې هند غواړی په افغانستان کې د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو کې مرسته وکړي او په دې برخه کې د افغانستان د ټاکنو د پروګرام نهايي کېدو ته منتظر دی او هر کله چې افغانستان له دوی وغوښتل دوی  د ټاکنو د پروسې سره مرسته کوي .

په سيمه کې د موجوده حساسيتونو په اړه د هند د بهرنيو چارو وزير وويل ، چې دوی غواړي په افغانستان کې د حل يوه برخه اوسي  ، نه د ستونزي د جوړولو برخه، دوی د ثبات ، سولې او په افغانستان کې د ملي حاکميت د درناوي او ساتنې غوښتونکي دي.

ده زياته کړه ، د همدې امله هند په افغانستان کې په داسې بڼه عمل کوي چې د چا د نيوکو سره مخ نه شي او د هند رول په افغانستان کې بايد په داسې شکل مخ ته لاړ شي چې د نورو له خوا افغانستان ته ستونزه جوړه نه کړي. ده وويل: ((داسې کار کول غواړو چې زموږ کار نورې ستونزې را ولاړې نه کړي .))

 

خورشيد وويل ، چې افغانستان د هند په نسبت نور نږدې ګاونډيان هم لري خو هند د افغانستان لری ګاوندی دی د همدي امله خو دوی په احتياط د افغاستان مرستي ته اوږه ورکوي.

خو د بهرنيو چارو وزير په دي ټینګار وکړ چې دوی نه غواړو چې د نورو لپاره د افغانستان په اړه خپل  پلانونه او د افغانسان  ملاتړ کم کړي اما داهم نه غواړو چې د هند د ملاتړ له امله د نورو له خوا افغانستان ته ستونزه جوړه شي.

د هند د بهرنيو چارو وزير وايي ،چي د افغانستان او پاکستان په پوله کې داسې کسان شته چې د پاکستان ملاتړ د ځان سره لري او په افغانستان کې د نا امنيو سبب ګرځي . نوموړي په کونړباندي  د توغنديو بريدونه او نور انتحاري بريدونه د منلو وړ ونه بلل.

 

هندي وزير د هند او افغانستان  ګډه زيان موندنه د دواړو هېوادونو د ګډو  ګټو د جوړيدو لامل بولي، ده وويل افغانستان که په يوه برخه کې ډېره ستونزي لري ، ممکن په هغه برخه کې يې هند کمی ولري او برعکس کيدای شي که هند په یوه برخه برخه کې ډيره ستونزه ولري، کيدای شي افغانستان یې کمه ولري ، اما په هر حال هند او افغانستان مشترکه ستونزه لري .

 

د یوې بيلګي په ډول ده وويل ، چې کله پاکستان په يوه برخه کې افغانستان ته متوجي شي نو د هند مشکل په هغه برخه کې کمېږی او کله چې پاکستان د پولې د ستونزی په اړه د هند سره مخامخ شي د افغانستان ستونزه په هغه برخه کې کمه شی.

 

د هند د بهرنيو چارو وزير شيری سلمان خورشيد د خلکو تر منځ د اړيکو د پیاوړي کولو په اړه وويل چې د افغانستان سره د هند د ستراتيژيک تړون د لاسليک وروسته د هند او افغانستان د خلکو ترمنځ د اړيکو د جوړولو لپاره لاره جوړه شوي ده ، دغه د همکاريو قراداد يو داسې هراړخيز تړون دی چې له مخې ،  هند د مدني ټولنې ، دموکراسي او د خلکو ترمنځ د اړيکو د جوړلو ملاتړ کوي.

ده وعده وکړه چې له دې وروسته به هند د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو ملاتړ ډیر کړي.

 

 

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.