ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي په دوو شرطونو ټاکنو کې برخه اخلي

حزب اسلامي په دوو شرطونو ټاکنو کې برخه اخلي

author avatar
26 Jan 2013 - 12:31
حزب اسلامي په دوو شرطونو ټاکنو کې برخه اخلي
author avatar
26 Jan 2013 - 12:31

کابل ښار (پژواک ٧ سلواغه ٩١): د دولت د وسلوالې مخالفې ډلې حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په يوه تازه مرکه کې ويلي، چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو او د عادلانه او رڼو ټاکنو په شرط به د دوى ګوند په ټاکنو کې برخه واخلي.

حکمتيار په يوې تازه مرکه کې، چې له کابل نيوز خصوصي تلويزيون سره يې کړې، وايي، چې د ټاکنو اوسنۍ طريقه، چې د بهرنيانو له خوا تحميل شوې ده، رڼه او عادلانه نه ده.

د هغه په وينا، دى په خپله کانديدۍ ته لېوال نه دى، خو که شرايط يې ومنل شي، له خپل ګوند څخه به داسې څوک کانديد کړي، چې اسلامي او ملي تقوا ولري.

نوموړي زياته کړې: ((د هېواد خپلواكي او د ټولو بهرنيو ځواکونو بشپړ وتل او د متناسب تمثيل پر بنسټ ولاړ عادلانه او رڼې ټاکنې غواړو، نه د ټاکنو دغه غلطه طريقه، چې بهرنيو پر افغانانو تحميل كړه.))

د حکمتيار په خبره، دوى پر ټاکنو باور لري، دا د ولس حق ګڼي، چې د خپلې خوښې مشر غوره کړي او د واک امانت هغه چا ته وسپاري، چې صالح او امين وي او ولس پرې اعتماد ولري.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د سولې شورا پر ده د بنديزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده نو دى يې په اړه څه غبرګون ښيي؟ وويل، چې نوموړى تر اوسه په دې موضوع نه دى خبر او دا ورته ډېره بې اهميته او وړه خبره ښکاري.

د ده په وينا، نه بهرنيو هېواونو ته سفر کوي او نه په بانکونو کې شتمني لري، چې د بنديزونو شتون او لرې كېدا دې د دوى پر فعاليتونو څه اغېز ولري.

نوموړي افغان لوري ته د زندانونو د سپارلو په اړه ويلي: ((په داسې حال كې، چې امريكايان خپلې اډې تخليه كوي او د وتلو لپاره خپلې بسترې راغونډوي، نو زندانونه خو به خود د كابل حكومت ته سپاري، دا هسې يوه خندوونكې ډرامه ده.))

د حکمتيار په وينا، امريكايان، چې كله وغواړي كوم زنداني ډېر تعذيب كړي، نو بيا يې د كابل ملي امنيت ته وسپاري، افغان حكومت ته د زندانونو له سپارلو د خير تمه نه شي کېداى.

نوموړى له افغان حکومت سره د وروستيو اړيکو په اړه وايي، چې دوى دا مهال د پام وړ اړيکې نه لري او دوى د پوځي تړون په اړه د سپينې ماڼۍ وروستۍ پرېكړې ته منتظر دي.

د هغه په خبره، كه امريكايي چارواكو افغان حکومت دې ته اړه كړ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم د يو شمېر امريكايي ځواكونو د پاتې كېدو سند لاسليك كړي او هغه هم، چې له قضايي خونديتوب برخمن وي، نو بيا د مذاکراتو هېڅ امکان نه پاتې کېږي.

حکمتيار وايي: ((په دې صورت كې موږ د مقاومت له دوام پرته بل بديل او انتخاب نه لرو او هر ډول مذاكرات بېهوده ګڼو.))

 حکمتيار په افغانستان کې د امريکا او ايران د ګډې سياسي لوبې په اړه ويلي دي، چې ايراني چارواکو د کابل او بغداد په نيولو کې له امريکايانو سره مرسته کړې ده.

د هغه په وينا، ايران په افغانستان او عراق كې ايران پلوه شيعيه ډلو ته وويل، چې د امريكايانو د ځمكنيو ځواكونو په توګه او د هغوى تر قوماندې لاندې د افغاني او عراقي سنيانو پر ضد وجنګيږئ.

نوموړي زياته کړې، چې تهران د ده او حزب اسلامي پر سر هم له واشنګټن سره معامله کړې وه او غوښتل يې چې دى امريکايانو ته وسپاري، خو دى مخکې له مخکې له ايران څخه ووت.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.