ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ښار سوالګرو او کارګرو لاريون وکړ

د هرات ښار سوالګرو او کارګرو لاريون وکړ

author avatar
26 Jan 2013 - 13:37
د هرات ښار سوالګرو او کارګرو لاريون وکړ
author avatar
26 Jan 2013 - 13:37

هرات (پژواک ۷ سلواغه ۹۱): په هرات ولايت کې د سړکونو د سر سوالګرو او کارګرانو لاريون وکړ، د کار او بېړنيو مرستو غوښتنه يې کوله.

دوی چې شمېر يې له دوو سوو نه زياته و، نن (د سلواغې ۷ مه) مخکې له غرمې د هرات ولايت مخې ته راټول شول او ولايت ته غځېدلی سړک يې د لنډ وخت لپاره د ترافيکو پر مخ تړلی و، خو وروسته د ترافيکو له خوا له سړکه لرې شول.

ډېرى دغه لاريون کوونکي سوالګر وو، چې د خوراکي او سون  توکو د نه لرلو په اړه شکايت کاوه او له دولت يې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوله.

يوه لاريون کوونکي ۳۰ کلن مصطفی پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو مياشتو را هيسې له انجيل ولسوالۍ د هرات ښار پول رنګينه (پلکې) ته راځي، خو کار ورته نه پيدا کېږي.

هغه زياته کړه: “زه  اړ شوم، چې خلکو ته لاس ونيسم، خپلې ښځې ، دوو ماشومانو او عمر خوړلو مور او پلار ته نفقه پيدا کړم، خو د سوال پر وخت هم د خلکو له بد چلن سره مخ کېږم.”

نوموړي زياته کړه، چې هره مياشت د کور درې زره افغانۍ کرايه ورکوي او د تېرو څلور مياشتو کرايه يې نه ده ورکړې، د دې ترڅنګ د خوراک او سون توکي هم نه لري او دا اندېښنه ده ورسره ، چې خداى مه کړه ماشومان يې له لوږې مړه نه شي.

عبدالواحد، چې ځان  يې د لاريون کوونکو استازی معرفي کړ ، وويل: “موږ کارګرانو او بې وزلو خلکو هر وخت له پوليسو سره د امنيت په برخه همکاري کړې؛ خو د لوږې له امله د خپلو ماشومانو چيغو او فريادونو دې ته اړ کړي يو، چې موږ او پوليس د يو بل پر وړاندې وسله اوچته کړو او يا هم له وسله والو مخالفينو سره يو ځای شو.”

هغه زياته کړه، چې پخوا به سوداګرو د سړک پر سر له سوالګرو او کارګرو سره د نغدو پيسو مرسته کوله، خو اوسمهال ورسره يواځې د وچې ډوډۍ مرسته کوي او ډېر سوالګر  او کارګر کور ته د ستنېدو پر مهال د کرايې پيسې هم له ځان سره نه لري.

لاريون کوونکي وايي، دولت دې ورسره همدومره مرسته وکړي، چې لومړى له لوږې وژغورل شي او وروسته دې ورته د کار زمينه مساعده کړي.

د هرات د والي سکرتر محمدعارف حازم هروي وويل، چې اوس مهال ورسره بېړنۍ مرستې نه شته، خو راتلونکی کال يې  د سړک سر سوالګرو او کاګرو لپاره دوه مهمې پروژې په نظر کې نيولې دي.

هغه زياته کړه، راتلونکی کال به د هرات هوايي ډګر په ترمينل کې د مسافرو د مالونو د لېږد او د حلقوي سړک د کار په پيلېدو به سلګونه کسان په کار ګومارل کېږي او دوی ته به د کار زمينه مساعده شي.

هروي زياته کړه، چې راتلونکی کال همدا راز  ۲۰۰ پراختيايي پروژې د کار او ټولنيزو چارو رياست په همکارۍ په پام کې نيول شوې، چې د کار لپاره به په کې د سړک سر کارګرو او سوالګرو ته لومړيتوب ورکړل شي.

بلخوا بيا د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييسې بصيرې محمدي وويل، دغه رياست په پام کې لري، چې  د وزګارو کسانو لپاره په کور دننه او له هېواد نه بهر د قطر په هېواد کې هم د کار زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه، که څه هم په هرات کې د وزګارو او سوالګرو په اړه کومه سروې نه ده شوې، خو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت زرګونه کسان له بې کارۍ ځورېږي.

د کار او ټولنيز چارو وزارت د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې له ۹ ميليونه وګړو څخه ، چې د کار په شرايطو برابر دي، درې ميليونه يې بې برخليکه او وزګارګرځي.

خو د افغانستان د کارګرو ملي ټولنه وايي، د هغه نوي راپور له مخې، چې له نړيوال بانک نه يې ترلاسه کړی، له۱۶ ميليونو کارګرو  څخه، چې د کار په شرايطو برابر دي ، درې ميليونه يې په کار بوخت دي او پاتې نور يې يا خو کار نه لري او يا هم د ورځ مزدورۍ په ډول ډېر ناڅېزه عايد لاس ته راوړي.

بلخوا بيا يو شمېر لاريون کوونکي نيوکه کوي، چې  دولت بهرني کارکوونکي په کار ګوماري، چې دغې پاليسۍ يې له افغان کارګرو د کار چانس اخيستی دی.

خو د هرات د والي سکرتر وايي، چې بهرني کارکوونکي مسلکي دي او په صنعتي فابريکو کې کار کوي، په داسې حال کې چې افغانان هلته د کار وړتيا نه لري.

د ويلو ده، د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، چې  نږدې سل زره بهرني کارګر افغانستان ته د کار لپاره راغلي دي، خو له دې جملې نه يې يوازې ۱۷ زره تر اوسه له دغه وزارت سره ثبت شوي دي، چې  ۱۰ زرو يې په تازه ډول د کار جواز اخيستی او پاتې نورو يې لا د کار جواز نه دی تمديد کړی.

ياد وزارت په همدې موخه نږدې دوې اونۍ  وړاندې اعلان وکړ، چې د کاري جواز په اخيستو کې يې د درغليو د مخنيوي لپاره  بهرنيو اتباعو ته د کار الکترونيکي جواز وېشنه پيل کړې او تر اوسه يې ۳۵ زره بهرني اتباع چې د کار جواز يې نه درلود له افغانستان ايستلي دي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.