محمودراقي- کندوز (پژواک ٧ سلواغه ٩١): يوه تن د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې خپله مور او خور پر ډزو وژلې او بل تن د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې خپله ښځه غرغره کړې او وژلې ده.
د نجراب ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونمل عبدالعليم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په کوهي سيمه کې د عبدالمنير په نوم يوه تن خپله مور او شل کلنه خور په خپل کور کې د تومانچې پر ډزو وژلې دي.
د ده په وينا، عبدالمنير تښتېدلى ، خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
هغه وويل، چې تر اوسه د دې وژنې لامل نه دى څرګند شوى.
دغه راز د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي پژواک اژانس ته وويل، چې وړمه شپه د دې ولسوالۍ د بازار د “حمام پل” په سيمه کې د خان محمد په نوم يو سړي خپله ٢٦ کلنه ښځه د ګرځنده ټېلېفون د چارجر په مزي زندۍ کړې او وژلې يې ده.
دى وايي، خان محمد تښتېدلى، خو پوليسو د يادې ښځې خسر د پېښې په اړه د پلټنو په موخه نيولى دى.
قريشي د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وايي، دغه ښځه چې اته ماشومان لري،دکورني تاوتريخوالي له امله وژل شوې ده.
په روان کال کې په امام صاحب کې دا درېيمه او د ولايت په کچه ١٦مه ښځه ده، چې د کورني تاوتريخوالي له امله وژل کېږي.
د يادونې ده، چې د سلواغې په پنځمه د کابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند سيمه کې هم يوه ښځه په خپل کور کې ووژل شوه.
د سيمې خلکو ويلي، چې دغه ښځه دوو ناپېژانده کسانو په چړو وهلې او وژلې يې ده.
Visits: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن