ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” طالب مشرانو کې بانفوذه څېرې شته چې سوله غواړي”

author avatar
27 Jan 2013 - 18:23
author avatar
27 Jan 2013 - 18:23

کابل (پژواک ٨سلواغه٩١):  د بهرنيو چارو وزارت وايي ، د طالبانو په فعال مشرتابه کې ،چې په پاکستان کې موقعيت لري ، مهمې او بانفوذه څېرې شته ،چې د سولې دمذاکراتو د سياسي پروسې غوښتونکي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نن په کابل کې خبريالانو ته وويل: “په همدې دليل دى ، چې د پاکستان ملاتړى رول په دې اندازه کليدي او بنسټيز دى.”

موسى زي هيله وښوده ، چې پاکستان به له دې طالبانو سره د افغان دولت د مخامخ خبرو په برخه کې مرسته وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چې تېره اونۍ د پاکستان، افغانستان او امريکا د محوري ګروپ د ناستې ټينګار هم دا و، چې پاکستان دې د سولې له پروسې کليدي ملاتړ وکړي.

دى وايي ، چې د پاکستان عملي اقدامات د سولې پروسې د پرمخ بېولو په برخه کې د افغان  دولت د سولې له هڅو سره مرسته ده.

موسى زي د پاکستان له زندانونو د طالب بنديانو خوشې کېدل، د افغان دولت او طالب مشرانو ترمنځ د مستقيمو اړيکو د اسانتيا برابرول هغه څه وبلل، چې پاکستان يې په اړه بايد عملي ګامونه پورته کړي.

هغه زياته کړه ، چې پاکستان بايد د عملي ګامونو په لړ کې طالبانو ته څرګند پيغام ورکړي ، چې له افغان دولت سره خبرو ته چمتو شي او  هغو  طالبانو مشرانو او رسمي مذاکره کوونکو ته،  چې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته ليوال دي او  غواړي په درېيم ګړي هېواد کې سره خبرې وکړي ، د خوندي تګ اسانتيا برابره کړي.

موسی زی وايي ،د طالبانو هغه مشران ، چې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو غوښتونکي وي ژوند به يې خوندي وي.

موسى زي له پاکستاني چارواکيو وغوښتل ، چې طالب بنديان  له افغان دولت سره په لا نږدې همکارۍ خوشې کړي، “ترڅو موږ په دې پوه شو، چې دا بنديان تر خوشې کېدو وروسته چېرته ځي، له چا سره اړيکه لري او څنګه کولی شي ، چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ او همکاري وکړي.”

د موسى زي په خبره ، د محوري ګروپ په ناسته کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مرستيال دېوېډ پيرس، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين او د هغه پاکستاني سيال جليل عباس جيلاني برخه لرله.

ده وويل ، چې په دې ناسته کې د پاکستان پر کليدي رول ټينګار وشو.

ده زياته کړه:” د افغان دولت په باور د طالبانو په فعالو مشرانو ، چې په پاکستان کې موقعيت لري، داسې مهمې او بانفوذې څېرې شته چې د سولې دمذاکراتو دسياسي پروسې غوښتونکي دي. په همدې دليل دى چې د پاکستان ملاتړى رول په دې اندازه کليدي او بنسټيز دى.”

د بهرنيو چارو وزارت وياند د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانېستل په لومړي سر کې د افغانستان او قطر ترمنځ د رسمي تفاهم رامنځته کېدو  ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه ، چې  دغه دفتر به هغه مهال پرانېستل شي ،چې طالبان د سولې  مذاکراتو په سياسي پروسه کې شاملېدو ته چمتو شي او په رسمي ډول اعلان وکړي، چې له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته چمتو دي. 

موسى زي همداراز وويل، چې د همدې سفر په لړ کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د افغانستان، پاکستان او انګلستان ترمنځ په درې اړخيزه ناسته کې هم ګډون وکړ.

په دې  ناسته کې پر دوو موضوعاتو يو د افغان دولت دسولې پر هڅو او  په دې هڅو او د سولې په پروسه کې د پاکستان پر کليدي رول خبرې وشوې او همداراز د درېيو هېوادونو د مشرانو د ناستې پر اجنډا هم خبرې وشوې، چې ټاکل شوې د روانې ميلادي مياشتې په لړ کې په لندن کې ترسره شي.

موسى زي په دې اړه نور جزييات ورنکړل.

د بهرنيو چارو وزارت وياند يادونه وکړه ،چې د روانې اونۍ په پاى کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي قرارداد پر سر  د خبرو درېيم پړاو ترسره کېږي.

موسى زي ددې ناستې په اړه د جزيياتو له ورکولو ډډه وکړه او ويې ويل، چې تر ناستې وروسته به يې له رسنيو سره شريک کړي.

د افغانستان لخوا په واشنګټن کې د افغانستان سفير اکليل احمد حکيمي او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مرستيال جميز وارلک د خپلو هېوادونو د مذاکره کوونکي پلاوو مشر کوي.

  پر ياد شوي امنيتي تړون د لړم په ٢٥ مه په رسمي ډول خبرې پيل شوې دي.

دا تړون د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د شوي هوکړه ليک په چوکاټ کې کېږي، چې د روان کال دغويي  په مياشت کې لاسليک شو.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.