ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي جبهې حکومت رڼو ټاکنو ته په نه ژمنتيا تورن کړ

ملي جبهې حکومت رڼو ټاکنو ته په نه ژمنتيا تورن کړ

author avatar
27 Jan 2013 - 15:51
ملي جبهې حکومت رڼو ټاکنو ته په نه ژمنتيا تورن کړ
author avatar
27 Jan 2013 - 15:51

مزار شريف (پژواک ٨ سلواغه ٩١): د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د هېواد يو شمېر سياسي څېرو حكومت د رڼو ټاكنو لپاره د هڅو په نه تر سره كولو تورن كړل.

د ملي جبهې غړو، ضيا مسعود، ستر جنرال عبدالرشيد دوستم، حاجي محمد محقق، امر الله صالح او همداراز د بلخ والي عطا محمد نور د سلواغې په ۸ مه، په مزارشريف ښار كې په يوه خبري ناسته كې، چې د شمال د بېلابېلو ولايتونو مخورو مشرانو، د ولايتي شورا او د ولسي جرګې يو شمېر غړو برخه اخيستې وه، د راتلونكو ټاكنو د روڼتيا غوښتنه وكړه.

يادو څلورو واړو سياسي څېرو د راتلونكو ټولټاكنو لپاره د خپل همغږيتوب خبر وركړ، چې په ګډه به د يوه كانديد د نومولو لپاره هڅې كوي.

د ملي جبهې مشر او د ولسمشر پخواني لومړي مرستيال احمدضيا مسعود خبريالانو ته د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې په هېواد كې بايد د يوې كورنۍ حكومت نور پاى ته ورسېږي.

نوموړي زياته كړه، چې دوى داسې اوازې اورېدلي، چې ځينې كړۍ راتلونكى حكومت په ميراثي ډول د يوې كورنۍ په ولكه كې ساتل غواړي، كه داسې وشي، نو دوى به په سوله ييز ډول سړكونو ته ووځي او د ورته هڅو مخنيوى به د ولس په ملاتړ وكړي.

د هغه په وينا، ملي جبهه په دې هڅو كې ده، چې د راتلونكو ټولټاكنو لپاره د يوه كانديد په ټاكلو كې بريالي شي.

مسعود وويل، چې اوسنى حكومت دنده لري، چې د راتلونكو ټولټاكنو د روڼتيا او د امنيت په فضا كې د خلكو د برخې اخيستو لپاره هڅې وكړي.

نوموړي زياته كړه، چې تر دې دمه حكومت داسې كومه چاره نه ده تر سره كړې، چې د سالمو ټاكنو لپاره دې مثبت ګام وي.

همداراز د بلخ والي عطا محمد نور كه څه هم د ملي جبهې له غړيتوب څخه انكار وكړ؛ خو ويې ويل، چې د راتلونكو ټولټاكنو په اړه دى هم د ملي جبهې له نظره ملاتړ كوي.

نوموړي په راتلونكو ټولټاكنو كې د خپل كانديدۍ په اړه وويل، كه چېرې هغه مشران، چې دى ورسره سياسي او فكري نږدې والى ولري او مشوره وركړي او په ځان كې د افغانستان د ساتنې وس وګوري ، نو كانديد به شي.

د ملي جبهې غړي او د ملي امنيت پخواني رييس امر الله صالح وويل، چې دولت د رڼو ټاكنو د نه تر سره كېدو لپاره حيلې او پلمې كوي.

نوموړي زياته كړه، چې دولت بايد د رڼو ټاكنو لپاره نوي كارتونه خلكو ته وركړي، كه نه د پخوانيو كارتونو په كارونه به درغلۍ ته لاره هواره شي.

د هغه په وينا، دا چې ځينې حكومتي چارواكي د نويو كارتونو د توزيع لپاره د لګښت د نشتوالي خبره كوي، دا هسې پلمې دي.

د وحدت ګوند مشر او د ملي جبهې غړي حاجي محمد محقق هم راتلونكې ټاكنې د هېواد د سياسي راتلونكي لپاره خورا مهمې وګڼلې.

د يادې غونډې په پيل كې د ملي جبهې د غړي فيض الله ذكي لخوا د يادې غونډې په استازيتوب پنځه ماده ييزه اعلاميه واورول شوه.

په اعلاميه كې د راتلونكو ټاكنو په روڼتيا او د ټاكنو د كارتونو په وېشلو ټينګار شوى و.

همداراز په اعلاميه كې ځينې حكومتي ادارې په دې تورنې شوې وې، چې جنرال دوستم، عطا محمد نور او حاجي محمد محقق په ځينو مسايلو كې بې ځايه تورنوي.

په اعلاميه كې د سولې روانې هڅې نيمګړې بلل شوې وې او وړانديز شوى و، چې بايد د سولې په روانو هڅو كې ټولې سياسي خواوې په نظر كې ونيول شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.