کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩١): د بلخ والي هغه اوازې رد کړې، چې دى به په راتلونکو ټاکنو د خليلزاد لومړى مرستيال وي.
د بلخ والي عطامحمد نور، نن په يوه خبري ناسته کې د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “که په ټاکنو کې ځان کانديدوم، نو لومړى کس به يم، د دويم کس د کېدو په اړه مې فکر نه دى کړى.”
ده زياته کړه، موده وړاندې له زلمي خليلزاد سره په يوه ناسته کې کومې داسې پايلې ته ونه رسېده، چې يا دې د هغه لومړى مرستيال وي او يا دې د هغه سياسي ملاتړ وکړي.
نور د خپلې کانديداتورۍ په اړه وويل، که چېرته د افغانستان د ساتنې وس په کې وي او د ملي جبهې د غړو سلا وي، نو د يوې ملي اجماع له لارې ښايي ځان کانديد کړي.
په ياده ناسته کې د ملي جبهي مشر احمدضياء مسعود د دې پوښتنې په ځواب کې که عطامحمدنور ځان کانديد کړي، ملي جبهه به يې ملاتړ وکړي؟ وويل: لاتراوسه په دې اړه دوى تصميم نه دى نيولى.
ده زياته کړه، ملي جبهه په دې سلا کوي، ترڅو يو کانديد ولري.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن