کندهار ښار (پژواک ٨ سلواغه ٩١): په کندهار ښار کې د ماين چاودنې د اتو پوليسو په ګډون ١١ تنه وژلي او شپږ پوليس ټپيان دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د سلواغې په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا يوولس نيمې بجې د کندهار ښار د پنځمې ناحيې اړوند د تېرو کلاچه په سيمه کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، په ياده سيمه کې پوليسو يو ماين کشف کړ او په تور يې درې تنه هم ونيول، خو کله چې له سيمې د امنيه قوماندانۍ پر لور روان وو، په يوې کثافت دانۍ کې اېښودل شوى ماين پرې وچاودېد.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې اته پوليس او درې نيول شوي مشکوک کسان ووژل شول او شپږ پوليس ټپيان شول.
د ده په خبره، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي، خو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې تېر ماښام په کندوز ښار کې هم د ځانمرګي بريد له امله د دغه ولايت له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترافيکو مديرانو په ګډون لس امنيتي سرتېري او ملکي کسان وژل شوي او ١٩ تنه نور ټپيان شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن